منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وېره لري چې نتنیاهو به د غزې اوربند مات کړي، د همدې امله خپل مرستیال یې اسرائيلو ته لېږلی دی
د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائيلو لخوا پر غزې د بریدونو نه وروسته، ټرمپ  خپل چارواکي اسرائیلو ته ولیږه ترڅو پر بنیامین نتنیاهو فشار راوړي چې د امریکا په منځګړیتوب شوی د غزې اوربند وساتي.
ټرمپ وېره لري چې نتنیاهو به د غزې اوربند مات کړي، د همدې امله خپل مرستیال  یې اسرائيلو ته لېږلی دی
ټرمپ وېره لري چې نتنیاهو به د غزې اوربند مات کړي، د همدې امله خپل مرستیال یې اسرائيلو ته لېږلی دی / AP

ټرمپ وېره لري چې نتنیاهو به د غزې اوربند مات کړي، جې ډي وېنس یې اسرائيلو ته لېږلی دی

د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائيلو لخوا پر غزې د بریدونو نه وروسته، ټرمپ  خپل چارواکي اسرائیلو ته ولیږه ترڅو پر بنیامین نتنیاهو فشار راوړي چې د امریکا په منځګړیتوب شوی د غزې اوربند وساتي.

د سې شنبې په ورځ امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره ورځ تر بلې اندېښمنه ده چې د اسرائيلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ممکن له حماس سره د غزې د اوربند هوکړه له خطر سره مخ کړي.

نیویارک ټایمز د سپینې ماڼۍ د نامعلومو چارواکو له قوله لیکلي چې اسرائيلو ته د ولسمشر د مرستیال جې ډي وېنس د سفر موخه پر نتنیاهو فشار راوړل دي ترڅو د غزې اوربند ته ژمن پاتې شي او "د هوکړې د خوندي ساتلو لپاره د ادارې ژمنتیا ته یوه اضافي سمبولیکه بڼه ورکړي."

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم، جیرډ کوشنر، وار د مخه د دوشنبې په ورځ له نتنیاهو او نورو چارواکو سره د هوکړې د پلي کېدو په اړه د خبرو لپاره اسرائيلو ته رسېدلي دي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دغې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي چې وېټکوف او کوشنر دواړه په دې باور دي چې د اوربند هوکړه "د له منځه تلو له خطر سره مخ ده."

سرچینو ویلي، په اسرائيلو کې د دواړو استازو ستراتیژي دا ده چې "هڅه وکړي نتنیاهو د حماس پر وړاندې د هر اړخیز برید له بیا پیلولو څخه منع کړي."

ټایمز ویلي چې په اسرائيلو کې د وېټکوف او کوشنر خبرې "په لومړنۍ هوکړه کې ځینو هغو پېچلو برخو باندې متمرکزې وې چې ناڅرګندې پاتې وې،" لکه د ثبات د ځواک جوړول او د حماس بې وسلې کول.

د اوربند د هوکړې ماتول

اسرائيلو د یکشنبې په ورځ په غزه کې یو لړ مرګوني هوايي بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه ۴۴ فلسطینیان یې وروسته له هغې ووژل چې ادعا یې وکړه حماس د رفح په جنوبي ښار کې پر سرتېرو برید کړی دی.

د فلسطین مقاومت ډلې په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړل او پر اوربند یې خپله ژمنتیا بیا تایید کړه.

ټرمپ لا دمخه تایید کړې چې د اسرائيلو د بریدونو سربېره د غزې اوربند اغېزمن پاتې دی.

د اوربند هوکړه د اکتوبر په ۱۰مه په غزه کې د ټرمپ له خوا د وړاندې شوي پړاوییز پلان پر بنسټ نافذه شوه.

په لومړي پړاو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسرائيلي یرغملو خوشې کول شامل وو.

په دې پلان کې د غزې بیارغونه او له حماس پرته د یوه نوي حکومتي میکانیزم جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، د اسرائيلو د نسل وژنې جګړې تر ۶۸،۲۰۰ ډېر کسان وژلي او تر ۱۷۰،۲۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده