کلتور
5 د لوستلو دقیقې
غلو د فرانسې د نړۍ په کچه مشهور د لورو موزیم څخه ۸ پارچې تاریخي او قیمتي ګاڼې غلا کړې
په فرانسه کې د لورو له موزیمه په رڼا ورځ غلا وشوه. غلو د ودانۍ لوړو پوړونو ته د فرنیچر خېژولو لپاره کارېدونکې برقي او غځېدونکې زینې په کارولو سره ځانونه د شاهي جواهراتو طلايي ګالرۍ ته رسولي.
غلو د فرانسې د نړۍ په کچه مشهور د لورو موزیم څخه ۸ پارچې تاریخي او قیمتي ګاڼې غلا کړې
غلو د فرانسې د نړۍ په کچه مشهور د لورو موزیم څخه ۸ پارچې تاریخي او قیمتي ګاڼې غلا کړې
19 اکتوبر 2025

فرانسه د لوور له موزیمه د اتو ګاڼو غلا تاییدوي، څلور غله لټول کېږي
غلو د ودانۍ لوړو پوړونو ته د فرنیچر خېژولو لپاره کارېدونکې برقي او غځېدونکې زینې په کارولو سره ځانونه د شاهي جواهراتو طلايي ګالرۍ ته رسولي.

چارواکي او سرچینې وايي، د برقي وسایلو سره سمبالو غلو د یکشنبې په ورځ د ورځې په رڼا کې پر لوور موزیم برید وکړ، یوازې په اوو دقیقو کې یې د فرانسې ځینې بې ساري شاهي جواهرات له ځانه سره یوړل، خو د تېښتې پر مهال یې یو په جواهرو پوښلی تاج وغورځاوه.

چارواکو د نولسمې پېړۍ دغه تاج – چې زیانمن شوی و – موزیم ته نږدې وموند.

دې حیرانوونکې غلا، چې په وروستیو میاشتو کې په فرانسوي موزیمونو د بریدونو له لړۍ څخه یوه ده، د لوور موزیم د تړلو لامل شوه. لوور د نړۍ تر ټولو ډېر لیدل کېدونکی موزیم دی او د مونا لیزا انځور هم پکې نندارې ته اېښودل شوی دی.

د پاریس لویې څارنوالې لور بکو رسنیو ته وویل، چې پولیس د څلورو غلو د یوې ډلې په لټه کې دي.

سرتېرو د موزیم د مشهورې شیشه يي دروازې (پیرامید) شاوخوا ګزمه کوله، په داسې حال کې چې له موزیمه ایستل شوي لیدونکي، سیلانیان او لارویان د پولیسو د پټۍ شاته په واټن کې ساتل شوي وو.

یوې امریکايي سیلانۍ، تالیا اوکامپو (Talia Ocampo)، AFP ته وویل، "دا د هالیووډ فلم په څېر و."

هغې وویل، دا یو "لیونی کار" و او "هغه څه دي چې موږ به یې هېر نه کړو – موږ ځکه لوور ته لاړ نه شو چې هلته غلا شوې وه."

د کلتور وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د "ګالري اپولون" (Gallerie Apollon) له برخې، چېرته چې د فرانسې شاهي جواهرات ساتل کېږي، اته قلمه ګاڼې غلا شوې دي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د لوړ امنیت لرونکې دوه ننداریزې المارۍ په نښه شوې او د نه جبرانېدونکي کلتوري میراث اته توکي غلا شوي دي."

په غلا شویو توکو کې د زمردو او الماسو هغه غاړکۍ هم شامله وه چې ناپلیون خپلې مېرمنې ملکې ماري لویس (Marie Louise) ته ورکړې وه، او د ناپلیون درېیم د مېرمنې، ملکې یوژني (Eugenie) تاج هم پکې و.

د پاریس څارنوالې لور بکو وویل، غلو د موزیم ساتونکي په هغو انګل ګراینډرونو (angle grinders) وګواښل چې د ګاڼو الماریو ماتولو لپاره یې کارول. هغې زیاته کړه چې د دې جرم د څېړلو لپاره د ۶۰ پلټونکو یوه ډله ګومارل شوې ده.

'د نه خرڅلاو وړ'

سرچینو او چارواکو ویلي، غلو د ودانۍ لوړو پوړونو ته د فرنیچر خېژولو لپاره کارېدونکې برقي او غځېدونکې زینې په کارولو سره ځانونه د شاهي جواهراتو طلايي ګالرۍ ته رسولي.

د غلا د قضیې یوې باخبرې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ځکه چې رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه لرله، وویل چې د نولسمې پېړۍ اړوند د ملکې یوژني تاج وروسته موزیم ته نږدې مات شوی وموندل شو.

د موزیم د ویب پاڼې له مخې، په دغه تاج کې، چې د سرو زرو د عقابونو نقشونه لري، ۱۳۵۴ الماس او ۵۶ زمرُد کارول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر لورن نونیز (Laurent Nunez) وویل، غلو د فرنیچر خېژولو زینې په کارولو سره د موزیم د "ګالري ډي اپولون" (Galerie d'Apollon) له دوو نندارتونونو څخه "بې ساري" توکي غلا کړي دي.

د کلتور وزارت په اعلامیه کې راغلي، په غلا شویو توکو کې د ملکې ماري امیلي (Marie Amelie) او ملکې هورټینس (Hortense) د یاقوتو د ګاڼو یوه غاړکۍ او د زمردو یو جوړه غوږوالۍ هم شاملې دي چې یو وخت د ماري لویس وې.

د قضیې باخبرې سرچینې ویلي، غلا د سهار د ۹ بجو او ۳۰ دقیقو نه تر ۹ بجو او ۴۰ دقیقو ترمنځ شوې ده، لږ وروسته له هغه چې موزیم په ۹:۰۰ بجو د خلکو پرمخ پرانیستل شو.

یوې بلې پولیسي سرچینې وویل، غله په یوه سکوټر کې راغلي وو، انګل ګراینډرونه ورسره وو او د لوور دننه د ننوتلو لپاره یې له یادې زینې کار اخیستی.

یوه عیني شاهد سمیر نومی، چې په هغه وخت کې نږدې په بایسکل سپور و، TF1 چینل ته وویل چې هغه دوه کسان ولیدل چې "په زینه وخوتل، کړکۍ یې ماته کړه او دننه شول. دې کار ۳۰ ثانیې وخت ونیو."

هغه وویل، وروسته یې ولیدل چې څلور کسان په سکوټرونو وتښتېدل او ده پولیسو ته زنګ وواهه.

دا بې باکه غلا د پاریس د پولیسو له مرکزي قوماندانۍ څخه یوازې ۸۰۰ متره (نیم مایل) لرې وشوه.

د لوور ادارې AFP ته وویل چې موزیم یې ځکه تړلی چې غواړي "د څېړنو لپاره نښې او شواهد خوندي وساتي."

د درووټ (Drouot) لیلام خونې رییس LCI خپرونې ته وویل، وېرېږي چې دا ګاڼې به د پلورلو لپاره په قیمتي ډبرو او فلزاتو ووېشل شي، ځکه چې دا "په اوسني حالت کې په بشپړه توګه د نه خرڅلاو وړ" دي.

لوور موزیم به پخوا د فرانسې د پاچایانو د واکمنۍ مرکز و، تر هغه چې په ۱۶۰۰ لسیزې کې څوارلسم لویي (Louis XIV) د ورسای (Versailles) ماڼۍ ته لاړ.

دا د نړۍ تر ټولو ډېر لیدل کېدونکی موزیم دی، چې تېر کال یې نهه میلیونه خلکو ته په خپلو پراخو دهلیزونو او ګالریو کې هرکلی ووایه.

 

وپلټۍ
د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی
د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا نړیوال محصلینو ته د جایزو مراسم جوړ شول
ولې د ټولنیزو رسنیو پرېښودل ښايي د خوښۍ چابي وي
د منظرې په څېر ښکلی کاپادوکیا د تورکیې وروستۍ سیمه شوه چې د میشلین لارښودونو لېست ته ورزیاته شوه.
تورکیې د ملي راډیو تلویزیون نړۍوال تلویزیون  په نیویارک کې څلور غبرګې جایزې ترلاسه کړې
ټي آر ټي ورلډ ( د خپلو حقونو نه محروم امریکایان ) په نامه  د ډرامې سره د ۲۰۲۵ کال د ټیلي جایزه وګټله
د عثمان حمدي بې انځورګري د لندن په لیلام کې په ۱ ملیون پونډو وپلورل شوه
د اوبو د بحران په اړه نړۍواله ورځ
د هندوستان یو تاریخي سینمايي فلم په یو ښار کې د تاوتریخوالي او ګرځنبدیز لامل شو
د نړۍ ماشومانو لپاره د مرستو کمول یو اخلاقي او ستراتیژیک فاجعه ده
ګلابي اختر:  هولي د مغل امپراتوري د کثرت په رنګونو رنګ کړه.
د پاکستان لومړنۍ ښځینه انجینیرې د اسرائیلو جایزه رد کړه
د عطرو مینه والو لپاره د پاریس لارښود
د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین مبارزې بیانوونکي  مستند فلم د  آسکار جايزه وګټله.
امام غزالي مقبره د نړېدو له ګواښ سره مخ ده
د تورکیې "د کتابونو صحافي روغتون": نادره قلمي اثار  پاڼه په پاڼه کې دلته  ژوند مومي
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
په ۱۷۱۴ کال جوړ شوی سټراډیوریس وایلون په لیلام کې په ۱۱.۳ میلیونه ډالرو خرڅ شو
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.