نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
سوېلي کوریا کې د پوځي تمریناتو پر مهال د "کوبرا" هليکوپټر غورځېدو له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د سوېلي کوریا پوځ ویلي چې د دوی یوې AH-1S کوبرا بریدګرې هليکوپټر د شمالي "ګاپیونګ" په ولسوالۍ کې د تمریناتي الوتنې پر مهال سقوط کړی، چې په پایله کې یې د عملې دواړه غړي وژل شوي دي.
سوېلي کوریا کې د پوځي تمریناتو پر مهال د "کوبرا" هليکوپټر غورځېدو له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی
سوېلي کوریا کې د پوځي تمریناتو پر مهال د "کوبرا" هليکوپټر غورځېدو له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی / Reuters

د سوېلي کوریا پوځ له شمالي کوریا سره پولې ته نږدې له دې خونړۍ پېښې وروسته د AH-1S جنګي الوتکو الوتنې وځنډولې او د څېړنو امر یې وکړ.

د سوېلي کوریا پوځ ویلي چې د دوی یوې AH-1S کوبرا بریدګرې هليکوپټر د شمالي "ګاپیونګ" په ولسوالۍ کې د تمریناتي الوتنې پر مهال سقوط کړی، چې په پایله کې یې د عملې دواړه غړي وژل شوي دي.

دغه هليکوپټر د دوشنبې په ورځ د ځايي وخت له مخې د سهار له ۱۱ بجو لږ وروسته په داسې حال کې راوغورځېده چې لامل یې تر اوسه روښانه نه دی.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دواړه پوځیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي وو، خو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د دې پېښې په غبرګون کې، پوځ د ټولو AH-1S هليکوپټرو عملیات وځنډول او د پېښې د لامل موندلو لپاره یې یو بېړنی تحقیقاتي ټیم جوړ کړ.

پوځ وویل چې په دغه تمرین کې د "انجن په چالان حالت کې د بېړنۍ ناستې" د کړنلارو تمرین کېده؛ دا هغه مانور دی چې پیلوټان د جګړې یا تخنیکي ستونزو پر مهال د بېړني حالت لپاره چمتو کوي.

ګاپیونګ سیمه د سیول شمال ختیځ ته پرته ده او له شمالي کوریا سره له سختې ساتل شوې پولې څخه ډېره لیرې نه ده. دغه پېښه په داسې حال کې د پوځي تمریناتو پر خوندیتوب پوښتنې راپورته کوي چې سوېلي کوریا د سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله په لوړ امنیتي چمتووالي کې ده.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.