نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د جورجیا په ایالت کې د هیونډای موټر پر کمپنۍ د چاپې پر مهال نږدې ۵۰۰ تنه غیرې قانوني کډوال نیول شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا ایالت کې د موټرو د بیټرۍ جوړولو پر یوې فابریکې له هغې چاپې ملاتړ کړی، چې په ترڅ کې یې نږدې ۵۰۰ کارګر ونیول شول.
د جورجیا په ایالت کې د هیونډای موټر پر کمپنۍ د چاپې پر مهال نږدې ۵۰۰ تنه غیرې قانوني کډوال نیول شوي
/ Reuters

د ټرمپ له خوا په جورجیا کې د هیونډاي پر فابریکې له چاپې ملاتړ وشو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا ایالت کې د موټرو د بیټرۍ جوړولو پر یوې فابریکې له هغې چاپې ملاتړ کړی، چې په ترڅ کې یې نږدې ۵۰۰ کارګر ونیول شول.

ټرمپ د جمعې په ورځ په بیضوي دفتر  کې خبریالانو ته په وینا کې، نیول شوي کسان "غیرقانوني کډوال" وبلل او ویې ویل چې امریکايي چارواکي "خپله دنده ترسره کوي."

د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په ایلبېل سیمه کې د هیونډاي میټاپلانټ (Hyundai Metaplant) پر فابریکې د عملیاتو پرمهال ۴۷۵ کسان نیول شوي دي.

د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې د جورجیا څانګې د ځانګړي مسؤل، سټیون شرانک، په وینا، ډېری نیول شوي کسان د جنوبي کوریا اوسېدونکي دي.

شرانک وویل: "دا عملیات د جورجیا او امریکایانو لپاره د دندو د ساتنې، د هغو سوداګریو لپاره چې قانون مراعتوي د سیالۍ د یوه برابر ډګر د تضمین، زموږ د اقتصاد د سلامتیا د ساتنې او له استثمار څخه د کارګرانو د ژغورنې لپاره زموږ ژمنتیا په ډاګه کوي."

هغه وویل، پلټونکو "د فرعي قراردادیانو او د فرعي قراردادیانو لپاره د نورو فرعي قراردادیانو یوه شبکه" کشف کړې چې دغه کارګران یې ګمارلي وو. هغه زیاته کړه، چارواکي هڅه کوي چې د غیرقانوني ګمارنې د کړنو مسؤلیت وټاکي.

شرانک وویل: "دا یوازې اصلي شرکت نه و، بلکې فرعي قراردادیان هم وو، او موږ دا ټوله شبکه افشا کوو."

تر اوسه کوم جنایي تورونه نه دي اعلان شوي، خو شرانک وویل چې مامورینو د حکم له مخې د تاسیساتو د تلاشۍ پرمهال نور شواهد هم راټول کړي دي.

په دې چاپه کې د کورني امنیت تحقیقاتو ، د فدرالي تحقیقاتو ادارې،  د ګمرکونو او پولو ساتنې ادارې، د الکولو، تنباکو او اور وژونکو وسلو ادارې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې برخه اخیستې وه.

دا د ۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تاسیسات، چې د هیونډاي او LG ګډه پروژه ده، په ۲۰۲۳ کال کې د جورجیا والي براین کیمپ لخوا "د جورجیا په تاریخ کې تر ټولو لویه اقتصادي پراختیایي پروژه" بلل شوې وه.

دا فابریکه لا هم تر کار لاندې ده او تمه کېده چې راتلونکی کال به پرانیستل شي، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا اوس به دا مهالوېش بدل شي که نه.

هیونډاي شرکت په یوه بیان کې ویلي چې "له نږدې وضعیت څاري او د ځانګړو شرایطو د پوهېدو لپاره کار کوي."

دې شرکت ټینګار کړی چې په نیول شویو کسانو کې هیڅ یو هم په مستقیم ډول د هیونډاي موټر شرکت لخوا نه و ګمارل شوی.

بیان زیاتوي: "موږ په کاري ساحه کې د هرچا خوندیتوب او هوساینې ته لومړیتوب ورکوو او هر چېرته چې فعالیت کوو، له ټولو قوانینو او مقرراتو سره سم عمل کوو."

 

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل