لیدلوری
نړۍ
8 د لوستلو موده (...) دقیقې
ایا طالبانو لخوا د کوکنارو کر کلي باندې بندیز به افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق له اقتصاده وژغوري؟
د کابل له حکومت لخوا د کوکنارو په کر کلي د بندیز د لګولو نه وروسته د مصنوعي نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي لامل شوی دی.
ایا طالبانو لخوا د کوکنارو کر کلي باندې بندیز به افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق له اقتصاده وژغوري؟
/ Reuters
28 می 2025

ایا د طالبانو لخوا د کوکنارو په کر کلي باندې بندیز به افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق له اقتصاده وژغوري؟

د کابل له حکومت لخوا د کوکنارو په کر کلي د بندیز د لګولو نه وروسته د مصنوعي نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي لامل شوی دی.

له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې، افغانستان د نړیوالو مخدره موادو په اقتصاد کې یو مهم لوبغاړی ګرځېدلی دی، په ځانګړې توګه د ۲۰۰۱ کال وروسته د اپین  تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وو.

تر ۲۰۲۰ کال پورې، افغانستان د نشه يي توکو په برخه کې  د نړۍ تر ټولو لوی عرضه کوونکی شو، چې شاوخوا ۸۵ سلنه د نړیوال اپین عرضه یې برابروله.

دې وضعیت په ۲۰۲۱ کال کې طالبان ته د رسیدو سره بدلون وموند. د واک ترلاسه کولو لږ وروسته، د طالبانو ادارې د کوکنارو په کر کلي  بندیز ولګو. د دې بندیز د سرغړونکو لپاره سختې سزاګانې هم اعلان شوې.

دا پرېکړه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) د ورته پالیسۍ سره ورته والی لري، خو دا ځل په یو بل ډول سیمه‌ایز او نړیوال شرایطو کې عملي شوه. له همدې امله، د طالبانو د کوکنارو د بندیز د تطبیق کچه او د دې کورني او سیمه‌ایز اغېز په اړه پوښتنې اوس هم د سیاسي بحثونو او څېړنو په مرکز کې دي.

کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې کابل ونیوه، افغانستان لا دمخه د  اپین په تولید کې افغانستان یو یو مهم ځای ته رسېدلی و. د اقتصادي سقوط، د دولتي واکمنۍ د کمزورتیا او د اپین د لوړو بیو له امله، د کوکنارو کرکېله په پراخه کچه پیل شوې وه.

په دې وخت کې، طالبانو په غیر مستقیم ډول د مخدره موادو له اقتصاد څخه د کرنیزو مالیاتو په اخیستلو ګټه پورته کوله. خو په ۱۹۹۹ کال کې، د ملا محمد عمر د کوکنارو د بندیز له اعلان سره، د پالیسۍ لوری په بشپړه توګه بدل شو. ځانګړې کمېسیونونه جوړ شول، سخت بندیزونه ولګول شول، او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) د راپور له مخې، تر ۲۰۰۱ کال پورې د کوکنارو کرکېله ۹۱ سلنه کمه شوه.

د ۲۰۰۰مو کلونو په اوږدو کې، کله چې طالبان د وسله‌والې ډلې په توګه بدل شول، د مخدره موادو له اقتصاد سره یې اړیکې بیا تنظیم شوې. د دوی عاید زیاتره د تولید پر ځای د ترانسپورت، امنیت برابرولو، مالیاتو او قاچاقي جوازونو له لارې ترلاسه کېده. تر ۲۰۱۸ کال پورې، راپورونه ښیي چې طالبانو د خپل عاید شاوخوا ۲۰ سلنه د مخدره موادو له بازار څخه ترلاسه کاوه.

د طالبانو د دویمې واکمنۍ پر مهال، د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۴مه نېټه د کوکنارو د کرکېلې او اپینو تولید باندې رسمي بندیز اعلان کړ. د دې بندیز د سرغړونکو لپاره د فصلونو ضبط او سختې سزاګانې اعلان شوې. سره له دې، د بندیز لومړني اغېزونه د ۲۰۲۲ کال په لومړي کال کې نه لیدل کېدل. برعکس، د UNODC د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کرکېلې ساحې ۲۸ سلنه زیاتې شوې.

خو دا وضعیت د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې په ډراماتیک ډول بدل شو. د UNODC د معلوماتو له مخې، د کوکنارو د کرکېلې ساحه له ۲۳۳,۰۰۰ هکتاره په ۲۰۲۲ کال کې، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۰,۸۰۰ هکتاره ته راټیټه شوه. په همدې موده کې، د اپینو تولید له ۶,۲۰۰ ټنو څخه ۳۳۳ ټنو ته راکم شو، چې ۹۵ سلنه کموالی ښيي.

د خپلواکو سرچینو لکه AlcisGeo د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ څېړنو هم دا موندنې تایید کړې دي. د بېلګې په توګه، په هلمند ولایت کې د کوکنارو کرکېله له ۱۲۹,۶۴۰ هکتاره په ۲۰۲۲ کال کې، په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۷۴۰ هکتاره ته راټیټه شوه.

په هر حال، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اپینو تولید د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شو، چې ۴۳۳ ټنو ته ورسېد. سره له دې زیاتوالي، دا شمېره لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کمه ده.

دا شمېرې ښيي چې د طالبانو ادارې د کوکنارو د بندیز په تطبیق کې د لنډ مهال لپاره د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده. خو د دې بریا دوام د موجوده اقتصادي او ټولنیز جوړښت په بدلون پورې تړلی دی. په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله یوازې یو غیرقانوني فعالیت نه دی، بلکې د ډېرو بزګرانو لپاره د ژوند کولو یوازینۍ وسیله ګڼل کېږي.

په ځانګړې توګه په هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې، د اوږدمهاله زیربناوو د نشتوالي، د دولت محدود ملاتړ او د بازار محدود لاسرسي له امله، د کوکنارو کرکېله د ډېرو بزګرانو لپاره یوازینۍ د عاید سرچینه ګرځېدلې ده. له همدې امله، د کوکنارو د بندیز د منځنۍ او اوږدې مودې اغېزمنتیا لپاره، د کرنې اصلاحات، د بازار ادغام او د بدیلو عایداتي سرچینو پراختیا اړینه ده.

سربېره پر دې، په ۲۰۲۴ کال کې د اپیمو کرکېله د دودیزو ګڼو سویلي سیمو څخه شمال ختیځ ته بدله شوه. په ځانګړې توګه، په بدخشان ولایت کې کرکېله په حیرانوونکي ډول ۳۸۱ سلنه زیاته شوه.

دا بدلون د سویلي سیمو کې د طالبانو د سخت کنټرول او په شمال ختیځ کې د نسبي کمزورې څارنې له امله ګڼل کېږي. برسېره پر دې، د شمال ختیځ د چین، تاجکستان او پاکستان پولې ته نږدې والی د مخدره موادو د قاچاقي لارو په بیا تنظیم کې مرسته کړې ده.

د طالبانو تاریخي اړیکې له مخدره موادو سره یوازې د اپینو تولید پورې محدودې نه دي پاتې شوې. په وخت سره، دا اړیکې په یوه پېچلي سیستم بدلې شوې دي، چې د قاچاقي لارو کنټرول، د مخدره موادو له قاچاق څخه د فیسونو راټولول او د ترانسپورت شبکو مدیریت پکې شامل دي، چې د دې ډلې لپاره د مالي سرچینو په توګه کار کوي.

اوس مهال، د اپیمو تولید په کمېدو سره، دا جوړښت په زیاتېدونکي ډول د مصنوعي مخدره موادو پر لور بدلېږي.

سره له دې چې د طالبانو د کوکنارو بندیز د لنډ مهال بریا په توګه ګڼل کېدای شي، خو د هېواد د مخدره موادو په اقتصاد کې روان بدلونونه د سیمه‌ایزې امنیت او اقتصادي ثبات لپاره نوي او پېچلي ننګونې رامنځته کوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (SIGAR) راپورونه ښيي چې د بندیز سربېره، په تېرو کلونو کې په ځانګړې توګه په جنوبي افغانستان کې د اپیمو لویې زیرمې لا هم شتون لري. اټکل کېږي چې دا زیرمې له ۱۶,۰۰۰ ټنو څخه زیاتې دي، چې د څو کلونو لپاره د نړیوال اپیمو غوښتنې پوره کولو لپاره کافي دي.

دا وضعیت په منځنۍ موده کې د کوکنارو د کرکېلې د بندیز اغېز په نړیوالو مخدره موادو عرضه باندې محدودوي.

سربېره پر دې، د مخدره موادو په اقتصاد کې روان بدلونونه یوازې د عرضې پورې محدود نه دي، بلکې د تولید او سوداګرۍ په جوړښت کې هم د پام وړ بدلونونه لیدل کېږي. په داسې حال کې چې طالبان د اپیمو کرکېله منع کوي، تولیدوونکي په زیاتېدونکي ډول د مصنوعي مخدره موادو تولید ته مخه کوي، چې په دې وروستیو کلونو کې د میتامفیتامین تولید په ځانګړې توګه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) او نورې نړیوالې ادارې راپور ورکوي چې میتامفیتامین، چې د افدرا بوټي څخه ترلاسه کېږي او په ټیټه بیه تولیدېږي، د دودیزو اپیمو د قاچاق بدیل په توګه په سویل ختیځ افغانستان کې پراخ شوی دی.

راپورونه همدارنګه د مصنوعي ټابلیټونو د تولید زیاتوالی ښيي، چې په سیمه کې د 'ټابلیټ K' په نوم پېژندل کېږي او ممکن میتامفیتامین، اوپیوایډونه او MDMA (چې د 'اکسټسي' په نوم هم پېژندل کېږي) ولري. دا نوې څپه د سرحدي امنیت او سیمه‌ایزې عامې روغتیا لپاره نوې ګواښونه رامنځته کوي.

د اپیمو د لویو زیرمو شتون او د میتامفیتامین د تولید زیاتوالی د افغانستان د داخلي وضعیت څخه بهر هم اغېزې لري. ګاونډي هېوادونه لکه ایران، تاجکستان او پاکستان، سره له دې چې د طالبانو د اپیمو بندیز د تطبیق هڅې تاییدوي، په دې وروستیو کې د مصنوعي مخدره موادو د قاچاق زیاتوالی راپور کړی دی.

په ځانګړې توګه، په ایران کې د میتامفیتامین اړوند د مخدره موادو نیونې او ضبطونه د افغانستان څخه د مصنوعي مخدره موادو د پراخ جریان څرګندونه کوي. په دې برخه کې، ښکاري چې سیمه‌ایز استخباراتي او سرحدي امنیتي میکانیزمونه د دې نوې ګواښ سره د مقابلې لپاره کافي چمتووالی نه لري.

د طالبانو د اپیمو بندیز په پراخه توګه د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو هڅه ګڼل کېږي. خو دا هڅه ښايي د اقتصادي دوامداره بدیلو پرته ناکامه شي.

تر هغه وخته چې د کلیوالو خلکو لپاره د بدیلو ژوند پروژې کافي نه وي، د اپیمو زیرمو د تور بازارونو څخه د ګټې اخیستنې یا د مصنوعي مخدره موادو د تولید پراختیا احتمال به د طالبانو د بندیز د دوام لپاره خنډ وګرځي.

د طالبانو هڅې چې د مخدره موادو اقتصاد کنټرول کړي، ښايي اوږدمهاله بریا ترلاسه نه کړي که یوازې د امنیتي تدابیرو پورې محدودې پاتې شي. یو ریښتینی بدلون یوازې د کلیوالي پرمختګ، د کرنې اصلاحاتو، د بدیلو عایداتي سرچینو د پراختیا او د سرحدي همکارۍ د زیاتوالي له لارې ترلاسه کېدای شي.

که نه، د کوکنارو بندیز به یوازې د حکومتدارۍ یو وسیله پاتې شي، چې په پای کې به د مصنوعي مخدره موادو په یوه پېچلي او کم کنټرولېدونکي اقتصاد بدل شي.

 

وپلټۍ
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي
هاکان  فیدان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عراقچي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړې
اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي