په امریکا کې د چاودیدونکو توکو په فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، د ټینیسي ایالت د چاودېدونکو توکو په یوه فابریکه کې د یوې سترې  چاودنې  له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان ورک کړي او نامعلوم شمېر نور یې وژلي دي.

په امریکا کې د چاودیدونکو توکو په فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې / AP

د امریکا په ټینیسي ایالت کې د چاودېدونکو توکو په یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې د ګڼو کسانو د مړینې او ورکېدو وېره شتون لري

چارواکي وايي، د ټینیسي ایالت د چاودېدونکو توکو په یوه فابریکه کې د یوې سترې  چاودنې  له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان ورک کړي او نامعلوم شمېر نور یې وژلي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي وویل، د امریکا په ټینیسي ایالت کې د چاودېدونکو توکو په یوه فابریکه کې له یوې لویې چاودنې وروسته لږ تر لږه ۱۹ کسان لا هم ورک دي، او پېښې نامعلوم شمېر "مرګ ژوبله" اړولې ده.

د همفریز کاونټي امنیه قوماندان کریس ډیوېس د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: "دمګړۍ موږ تاییدولی شو چې د ۱۹ کسانو په لټه کې یو."

"زه تاسو ته ویلی شم چې موږ مرګ ژوبله لرو. نه غواړم چې کره شمېره یې یاده کړم... خو همدا اوس ویلی شم چې موږ د ۱۹ کسانو په لټه کې یو."

د امریکا رسنیو له خوا خپرو شویو هوايي تصویرونو کې د هکمن کاونټي د چاودنې په سیمه کې لوخړه شوې کنډوالې ښودل شوې، چې سوځېدلي او ویجاړ شوي موټرونه په ټوله فابریکه کې خپاره شوي دي.

ډیوېس وویل چې چارواکو سیمه خوندي کړې، خو د پېښې ځای شاوخوا یې د کوچنیو چاودنو د احتمال خبرداری هم ورکړ.

د 'Accurate Energetic Systems' په نوم د چاودېدونکو توکو جوړولو شرکت، چې په ۱۹۸۰ کال کې تاسیس شوی، د فرانس پریس اژانس د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.

د دې شرکت پر فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې دا شرکت د امریکا د دفاع وزارت (چې اوس د جګړې وزارت نومول شوی) او همدارنګه د امریکا د صنعتي بازارونو لپاره 'بېلابېل قوي چاودېدونکي مواد او ځانګړي محصولات' تولیدوي.