د سوریې په حلب ښار کې د پولیسو پر ګزمې ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي

دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د سوریې په شمالي ښار حلب کې د پولیسو پر یوې ګزمې د ځانمرګي برید له امله یو پولیس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

By
د سوریې په حلب ښار کې د پولیسو پر ګزمې ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي / AA

د سوریې په حلب ښار کې د پولیسو پر ګزمې ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي

د سوریې دولتي رسنیو ویلي، بریدګر د باب الفرج په سیمه کې د تلاشۍ پر مهال خپل چاودیدونکي کمربند ته چاودنه ورکړه.

دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د سوریې په شمالي ښار حلب کې د پولیسو پر یوې ګزمې د ځانمرګي برید له امله یو پولیس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د راپور له مخې، دا برید د باب الفرج په سیمه کې شوی دی.

دولتي الاخباریه تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې بریدګر د شکمن کیدو وروسته د تلاشۍ پر مهال خپل چاودیدونکي کمربند ته چاودنه ورکړه.

د حلب والي، اعظم الغریب وویل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د کورنیو امنیتي ځواکونو په ښار کې د نوي کال د جشن د امنیت د تامین لپاره دندې ترسره کولې.

د الغریب په وینا، امنیتي پرسونل یو شکمن وسله وال په نښه کړ او د هغه د نیولو لپاره یې اقدام وکړ.

د عملیاتو په ترڅ کې، یوه افسر وتوانید چې شکمن کس په فزیکي توګه ونیسي، چې په هغه وخت کې بریدګر چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.