منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
حوثیانو خبرداری ورکړی که پر یمن بریدونه دوام ومومي، د سعودي عربستان په ژورو سیمو کې به ناڅاپي او خورا ستر بریدونه ترسره کړي.
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
سعودي عربستان

د یمن حوثي ډلې اعلان کړی چې د سعودي عربستان په سویل کې یې پر یوه پوځي اډه د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو پر مټ بریدونه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر ایکس (X) ټولنیزه شبکه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه برید کې د "شروره"  پوځي تاسیساتو د وسلو ډیپوګان او د قوماندې او کنټرول مرکزونه په نښه کړي دي.

سریع څرګنده کړه چې په برید کې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یوه لویه برخه کارول شوې، او ادعا یې وکړه چې توغندیو خپل هدفونه په ډیره دقیقه توګه له منځه وړي دي.

نوموړي دا برید پر یمن د سعودي عربستان د روانو پوځي بریدونو مستقیم غبرګون وباله او خبرداری یې ورکړ، که هوایي بریدونه دوام ومومي، د سعودي خاورې په دننه ژورو سیمو کې به خپلو بریدونو ته پراختیا ورکړي.

سعودي چارواکو د شروره اډې په اړه د دغو ادعاوو په تړاو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د شنبې په لومړیو ساعتونو کې راپور ورکړی و چې د جازان (Jazan) سیمې په سویل لوېدیځ کې پر الټوال (Al-Tuwal) ولایت یو  (توغندی/مرمۍ) لګېدلی چې له امله یې دوه کسان ټپيان شوي او یوه جومات، څو استوګنیزو ودانیو او ملکی موټرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

دا بریدونه له جولای میاشتې راهیسې د دولتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو نښتو په ترڅ کې د یمن پر ځمکنۍ نقشه کې له پام وړ بدلونونو سره هم مهاله شوي، چې له کلونو راهیسې جاری نسبتي ارامي یې پای ته رسولې ده.

د دغې ډلې په وینا، د تعز ولایت په لوېدیځ کې له پرمختګونو وروسته، حوثیان اوس مهال د الحُدیده) ولایت د ټولې لوېدیځې برخې کنټرول په لاس کې لري، چېرې چې هغوی د موخا (Mokha) سټراټیژیک ساحلي ښار او د هغه مهم بندر نیولی دی.

دې پرمختګ حوثیان باب المندب تنګي ته، چې د نړۍ یو له خورا حساسو او حیاتي سمندري نقطو څخه دی، په غوڅ ډول نږدې کړي دي.

په ورته وخت کې د یمن دولتي ځواکونو د سعودي عربستان پولې ته نږدې په شمالي الجوف  ولایت کې ځمکنۍ بریاوې ترلاسه کړې دي او د دغه ولایت مرکزي ښار، الحزم پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

همدارنګه د مأرب، البیضاء  او الضالع  په نښتل شویو ولایتونو کې د نښتو لومړۍ کرښې لا هم ګرمې پاتې دي.

یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې هغه مهال له ناورین او جګړو سره لاس او ګرېوان شو چې حوثیانو پایتخت صنعا او د هېواد پراخې سیمې ونیولې، چې دا کار د پرمختللي او نړیوال کچه د پیژندل شوي حکومت په ملاتړ د ۲۰۱۵ کال په پیل کې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف پوځي مداخلې ته لار پرانیستله.

 

وپلټۍ
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي