تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د تورکیې په پلازمېنه کې د دوشنبې په ورځ د ناټو د مشرانو له سرمشریزې وړاندې، چې ټاکل شوې د جولای په ۷مه او ۸مه په دغه ښار کې جوړه شي، د انقرې هوايي ډګر  پرانیستل شوه.
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یوه نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې هوايي ډګر د پرانیستو پر مهال وویل چې  دغه هوايي ډګر ، یو پُل او نښلوونکي سړکونه به هغو پلاوو ته مستقیمه لاره برابره کړي چې د جولای په ۷مه او ۸مه په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د تورکیې په پلازمېنه کې د دوشنبې په ورځ د ناټو د مشرانو له سرمشریزې وړاندې، چې ټاکل شوې د جولای په ۷مه او ۸مه په دغه ښار کې جوړه شي، د انقرې هوايي ډګر  پرانیستل شوه. ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دا نوی هوايي ډګر  به راغلو پلاوو ته مستقیمه لاره برابره کړي.

د انقرې د هوايي ډګر د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال، اردوغان وویل چې دا پروژې به د انقرې د هوايي چلند او ټرانسپورټ زیربناوې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: "د ۳ کیلومتره نښلوونکي سړک په مرسته، موږ به د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوونکو پلاوو ته مستقیم لاسرسی برابر کړو."

دا د پلازمینې انقرې له 'ایسنبوغا'  هوايي ډګر وروسته په پلازمېنه کې دویم هوايي ډګر دی ، ایسنبوغا اوسمهال کورنۍ او نړیوالې الوتنې اداره کوي. د انقرې دغه هوايي ډګر پخوا د پوځي هوايي چلند لپاره کارول کېده او اوس د ناټو له سرمشریزې سره د تړلي هوايي تګ راتګ لپاره بیارغول شوی دی.

اردوغان وویل چې د هوايي ډګر او اړوندو برخو چارې په بې مخینې (ریکارډ) ۲۳۰ ورځو کې بشپړې شوې دي. هغه زیاته کړه چې ۱۲.۵ کیلومتره نښلوونکی سړک هم جوړ شوی دی. د هغه په وینا، دې پروژو د انقرې له هوايي اډې څخه د ښار تر مرکزه پورې د ۱۷ کیلومترو په اوږدوالي د ټرانسپورټ یوه قوي شبکه رامنځته کړې ده.

تورکیه د نړیوالې ډیپلوماسۍ په مرکز بدلېږي
ولسمشر وویل چې په نړیوال سیاست کې د ترکیې د وزن په زیاتېدو سره، په ډیپلوماتیکو تګ راتګ کې د انقرې موقف کال په کال پیاوړی کېږي. هغه وویل: "ترکیه چې د ۶۷ هیوادونو په زړه کې موقعیت لري او ۱.۵ ملیارد نفوس یې یوازې د څلور ساعته الوتنې په واټن کې دی، اوس د انقرې، استانبول او انتالیا په مرسته په داسې ځای بدل شوی چې د نړیوالې ډیپلوماسۍ زړه په کې درزېږي."

اردوغان د ۲۰۲۶ کال هغو لویو نړیوالو پیښو ته هم اشاره وکړه چې ترکیه به یې کوربه وي، په شمول د ستورمزلو نړیوال کانګرس او د اقلیم بدلون (COP31) سرمشریزه.

هوايي اډه د غټو الوتکو او رسمي الوتنو لپاره چمتو شوې ده
اردوغان وویل: "د انقرې هوايي اډې په پرانیستلو سره، موږ نه یوازې خپلې پلازمېنې ته یوه نوې پروژه ډالۍ کړه، بلکې هغه اثر مو هم را ژوندی کړ چې زموږ د هوايي چلند په تاریخ کې یې ژورې نښې پریښې وې." هغه زیاته کړه چې دا اډه په ۱۹۳۳ کال کې د غازي مصطفی کمال اتاترک په امر جوړه شوې وه.

د الوتنې کرښه  له ۲۴۵۰ مترو څخه ۳۰۰۰ مترو ته او پلنوالی یې له ۴۲ مترو څخه ۶۰ مترو ته لوړ شوی دی. همدارنګه د ۱۶۰ زره متره مربع په اندازه نوې ځمکه  ورته زیاته شوې، چې په یو وخت ۴۴ الوتکو ته د خوندي درېدو اجازه ورکوي.

په هوايي اډه کې د ۴۸۰۰ متره مربع په اندازه یو دولتي میلمستون او د ۳۱۰ موټرو لپاره تمځای هم جوړ شوی دی. اردوغان دا هم وویل چې د 'باشکنت'  په نوم یو ۱۴۰ متره اوږد هوايي پُل د چټک اورګاډي پر کرښه جوړ شوی، چې د جوړولو لپاره یې له داسې مېتود څخه کار اخیستل شوی چې تر دې وړاندې په ترکیه کې نه و کارول شوی.

ایسنبوګا د رخصتیو پر مهال د ترکیې څلورم بوخت هوايي ډګر و
اردوغان وویل چې د تېرې ۹ ورځنۍ رخصتۍ پر مهال، ایسنبوګا هوايي ډګر د ۲۵۵۷ الوتنو او ۳۸۲ زره مسافرینو په لرلو سره د ترکیې څلورم بوخت هوايي ډګر و. هغه زیاته کړه چې ۲۰ کاله وړاندې دغه ډګر په کال کې ۳ ملیونه مسافر لرل، خو اوس دا شمېر ۱۵ ملیونو ته رسېدلی دی.

تر مراسمو وړاندې د ولسمشر اردوغان الوتکې ته په هوايي اډه کې د "اوبو په سلامۍ"  سره ښه راغلاست ووایه شو. له دعا وروسته، اردوغان په رسمي ډول د انقرې هوايي اډه، د باشکنت هوايي پُل او نښلوونکي سړکونه پرانیستل.

 

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.