منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل پر ایران کې په یو ښوونځي برید کړی چې له امله يي لږ تر لږه ۴۰ تنه زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړ
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران په سویل کې د هرمزګان ولایت په میناب ښار کې د نجونو پر یوه لومړني ښوونځي د اسرائیل د بریدونو په پایله کې، د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.
اسرائیل پر ایران کې په یو ښوونځي برید کړی چې له امله يي لږ تر لږه ۴۰ تنه زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړ
اسرائیل پر ایران کې په یو ښوونځي برید کړی چې له امله يي لږ تر لږه ۴۰ تنه زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړ / Reuters

د اسرائیل او امریکا په برید کې په ایران کې یو ښوونځی وویشتل شو؛ لږترلږه ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

راپورونه ښيي چې د میناب ښار کې د نجونو یو لومړنی ښوونځی په مستقیم ډول په نښه شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران په سویل کې د هرمزګان ولایت په میناب ښار کې د نجونو پر یوه لومړني ښوونځي د اسرائیل د بریدونو په پایله کې، د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

د ایران دولتي ټلویزیون (IRIB) د ولایتي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه ښوونځی د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال ویشتل شوی دی. د پېښې په اړه نور جزئیات تر اوسه په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي.

امریکا او اسرائیل د شنبې په سهار وختي پر ایران د ګډو بریدونو پیل اعلان کړ او ویې ویل چې هدف یې د "ایران د رژیم لخوا د رامنځته شویو ګواښونو" له منځه وړل دي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو جلا جلا ویډیويي پیغامونو کې په تهران کې د واکمنۍ د بدلون (regime change) له هڅو څخه د ملاتړ اشاره هم وکړه.

ایران دا بریدونه د خپل حاکمیت تر پښو لاندې کول وبلل، د ځواب ورکولو اعلان یې وکړ او په مقابل کې یې غبرګوني بریدونه پیل کړل. دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د عمان په منځګړیتوب د ایران د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې روانې وې؛ د دغو خبرو وروستی پړاو د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې پای ته رسېدلی و.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"