ټرمپ : په قطر برید د اسرائیلو د لومړي وزیر په امر شوی دی او واشنګټن پدې کې هیڅډول دخالت نلري
امریکا ولسمشر وویل چې د اسرائیلو لخوا پر قطر د برید کولو په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته يي خپل استازي ته وویل چې قطر سره تماس ونیسي خو د برید په مخنیوي کې پاتې راغلل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په قطر د اسرائیلو برید د واشنګټن په امر نه، بلکې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په امر ترسره شوی دی.
ټرمپ په ټروت سوشل کې لیکلي: "دا پرېکړه د لومړي وزیر نتنیاهو لخوا شوې وه، دا زما پرېکړه نه وه."
هغه زیاته کړه: "ما سمدستي ځانګړي استازي سټیو وټکوف ته لارښوونه وکړه چې قطر ته د برید په اړه خبر ورکړي، چې هغه وکړل، خو له بده مرغه، دا خبر دومره ناوخته ورسېد چې برید مخنیوی یې ونه شو."
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سپینې ماڼۍ دا ادعا رد کړه چې ګواکې هغوی ته مخکې خبر ورکړل شوی و، او ویې ویل چې د امریکا پیغام یوازې هغه مهال ورسېد کله چې چاودنې روانې وې.
دوحې دغه برید د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د خپلواکۍ او امنیت پر وړاندې ګواښ وباله.
ټرمپ وویل چې د برید وروسته یې له نتنیاهو سره خبرې وکړې، او د اسرائیلو مشر ورته وویل چې هغه غواړي "سوله وکړي."
ټرمپ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره هم خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې داسې پېښه به بیا نه تکراریږي.
ټرمپ لیکلي: "په قطر کې یو اړخیز بمباري، چې یو خپلواک هېواد او د امریکا نږدې متحد دی، چې زموږ سره د سولې د منځګړیتوب لپاره ډېر زحمت باسي او خطرونه مني، د اسرائیلو او امریکا موخو ته هیڅ ګټه نه رسوي."
ټرمپ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یې لارښوونه کړې چې له قطر سره د دفاعي همکارۍ تړون وروستی کړي، چې دا د دې پېښې سره سره د واشنګټن د اړیکو د پیاوړتیا نیت څرګندوي.