د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
د اسکار ګټوونکی حمدان بلال په هغه د برید او شکنجې کیسه بیان کړه
فلسطیني د فلمونو  ډایرکټر حمدان بلال چې ( نوره خاوره نشته ) د مستند فلم سره  د اوسکار جایزه ګټلې ده ، له بنده د خوشې کیدو وروسته د هغه سره د ترسره شوي ناوړه چلند او اشکنجو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د اسکار ګټوونکی حمدان بلال په هغه د برید او شکنجې کیسه بیان کړه
/ AP

بلال د سه شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې  تیره  شپه یهودي غاصبینو د هغه د ګاونډي پر کور برید وکړ او دې د برید دا صحنه ټول ثبت کړه. وروسته ددې له امله چې یهودي غاصبین دده په کور برید ونکړي بهر مې ډیر انتظار وکړ.

هغه رویټرز خبري اژانس ته وویل: "زه یوازې بهر ولاړ وم، ددې په خاطر که چیرې غاصبین یا پولیس ددې په کور برید وکړي د مخنیوي په خاطر." هغه زیاته کړه چې اسرائیلي سرتیرو پرې برید وکړ ، ځمکې ته وغورځو. خپې راته وتړلې.  وروسته همدې اسرائیلي زما څخه د دریدو غوښتنه وکړه او خپلې وسلې یې راته  نیولې وې. هغه وویل: "دا ډېره سخته ده، تاسو تصور وکړئ چې ستاسو کورنۍ، ستاسو ماشومان په کور کې دي، او تاسو باید هغوی وساتئ."

هغه وویل چې یو یهودي غاصب زمونږ په کلي او کور د برید پر مهال زما سر  د فوټبال د توپ په څېر په لغته وواهه.

د دې پېښې نه مخکې، چې په ترڅ کې یې هغه د اسرائيلي امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو، د مېشتو یوې ډلې د الخلیل ته نږدې د سوسیا کلي کې د افطار په یوه غونډه برید وکړ.

د حمدان بلان مېرمن، لامیه بلال، وویل چې یهودي غاصبین د دوې د کور شاوخوا راټول شوي وو، او د هغې مېړه بهر ته وتلی و ترڅو هغوی لخوا  کور ته د زیان رسولو مخه ونیسي.

هغې رویټرز ته وویل: " یهودي غاصبینو  پرې برید وکړ او هغه یې وواهه، او بیا یې هغه ونیوه."

" نوره خاوره نشته " په نامه مستند فلم چې د اسرائيلي ځواکونو لخوا د فلسطیني ټولنې د اجباري کډوالۍ په اړه جوړ شوی فلم دی، د فلسطیني او اسرائيلي ډایرکټرانو لخوا په ګډه جوړ شوی و، او د دې کال د اسکار  د غوره مستند فلم جایزه  وګلټه.

بلال وویل چې د برید کوونکو څخه یو هغې ښه پېژنده.

"دا لومړی ځل نه دی،"هغه زما په کور ځله برید کړی او همدارنګه یې خپلې غواګانې زما د کور په باغ کې څرولې دي."

بلال چې په عبراني ژبه نه پوهېږي، وویل چې هغه د هغوی له خبرو څخه خپل نوم او د "اوسکار" کلمه واورېده.

هغه وویل: "زه پوه شون چې هغوی په ځانګړي ډول زه  په نښه کړی یم. کله چې هغوی د 'اوسکار' نوم اخلي، تاسو پوهېږئ. کله چې هغوی ستاسو نوم اخلي، تاسو پوهېږئ."

د اسرائيلي پوځ لخوا د دې ادعاوو په اړه چې عسکرو بلال وهلی، څه ندي ویل شوي. هغه یهودي غاصب چې بلال پېژندلی، شم طوف لوسکي نومیږي چې په تېرو کې یې بلال ته ګواښ کړی و ، خو یهودي غاصب پر بلال د هغه یا عسکرو لخوا برید کول رد کړل.

وپلټۍ
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
امریکا وايي کیدای شي په 'څو ساعتونو' کې له ایران سره یوه هوکړه وشي
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول
امریکایي محکمې د محمود خلیل د حکم له بیا کتنې ډډه وکړه.
نړیوال بانک ویلي دي چې د ایران جګړې په درشل کې ۲۷ هېوادونه بحراني فنډونو ته د لاسرسي په لټه کې دي
د چین په شمال کې په د سکرو په یو کان کې چاودنې ستره فاجعه رامنځته کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر وکړ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده