نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر له سانچیز سره د بیړنیو دفاعي اړتیاوو په اړه خبرې کوي، په داسې حال کې چې روسي بریدونه د انرژۍ تاسیسات او د ترانسپورت شبکې په نښه کوي.
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې اسپانیا اوکراین ته د ۴۳۷ میلیونه یورو (۴۸۹ میلیونه ډالرو) په ارزښت د پوځي مرستو نوې کڅوړه ورکړې ده.

زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ پر ایکس (X) شبکه په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې هغه په مادرید کې د اسپانیا له لومړي وزیر پیډرو سانچیز سره وکتل ترڅو د اوکراین پر "تر ټولو اړینو دفاعي اړتیاوو" خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې اسپانیا له روسیې سره د جګړې په اوږدو کې په دوامداره توګه د کیف ملاتړ کړی دی.

زیلینسکي وویل چې هغه سانچیز ته د اوکراین پر مهمو زیربناوو، لکه د انرژۍ تاسیساتو، لوژستیکي شبکو او د اورګاډي پر پټلۍ، د روسیې د بریدونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل: "سږ کال روسیې د دې جګړې د ټولو تېرو کلونو په پرتله زموږ د اورګاډي انجنونو (لوکوموټیو) ته ډېر زیان اړولی دی."

زیلینسکي زیاته کړه: "زموږ د برېښنا شبکه او د اوبو رسولو سیسټم تر پرله پسې بریدونو لاندې دي. وضعیت ستونزمن دی، په ځانګړې توګه په کیف کې، او د بشري مرستو هر ګام هم ډېر مهم دی."

په خپل وار، سانچیز وویل چې هسپانیه به د اوکرایني ولس ترڅنګ ولاړه وي.

هغه له زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته پر ایکس (X) لیکلي: "ځکه چې د دوی له آزادۍ څخه دفاع کول د نړیوالو قوانینو، د ملتونو حاکمیت او د اروپا د پروژې د دفاع په مانا دی."

اوږدمهاله پوځي ملاتړ

هسپانیې او اوکراین د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې یو ۱۰ کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې مادرید په هغه کال کې د ۱.۰۸ میلیارد ډالرو پوځي مرستې ژمنه وکړه. پدې تړون کې د ځمکنیو، هوايي او سمندري عملیاتو لپاره پوځي تجهیزات، او د اوکراین د خوړو د صادراتي لارو د ساتنې ملاتړ شامل دي.

د اسپانیا په پخوانیو پوځي مرستو کې لیوپارډ (Leopard) ټانکونه، پیټریوټ توغندي، د ټانک ضد سیسټمونه او د توپخانې مهمات شامل وو. مادرید دغه راز د ۲۰۲۵ کال لپاره هم د ۱.۰۵ میلیارد ډالرو پوځي مرستې ژمنه کړې ده.

د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې، سانچیز په مادرید کې له زیلینسکي سره له خبرو وروسته د ۱.۱ میلیارد ډالرو اضافي پوځي مرستې ژمنه وکړه.

دغو مشرانو همدا راز د ګډو دفاعي تولیداتو او د اورګاډي پټلیو، انرژۍ او پوهنې په برخو کې د بیا رغونې د پروژو لپاره پلانونه په ګوته کړل.

 

وپلټۍ
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په اکتوبر میاشت کې ۲۲ زده کوونکي او د ښوونکي وژل شوي دي
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه ترسره کړي
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې د غزې د نسل وژنې په اړه د حقایقو پر پټولو اعتراف وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ