خامنه اي ، ټرمپ د ایران د اټومي ځایونو پر وروستیو امریکایي بریدونو کې په مبالغه کولو تورن کړ

علي خامنه‌اي د یکشنبې په ورځ په خپل رسمي ایکس حساب کې په یوه بیان کې وویل: "امریکایي ولسمشر په غیرمعمولي ډول د پېښو په اړه مبالغه وکړه، او ښکاره شوه چې هغه دې مبالغې ته اړتیا لرله."

/ Reuters

د ایران ستر مشر خامنه يي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي ځایونو پر وروستیو امریکایي بریدونو د بریا په اړه  په مبالغه کولو تورن کړ، او ویلي یې دي چې دغه بریدونه کومه مهمه پایله نه ده لرلې.

علي خامنه‌اي د یکشنبې په ورځ په خپل رسمي ایکس حساب کې په یوه بیان کې وویل: "امریکایي ولسمشر په غیرمعمولي ډول د پېښو په اړه مبالغه وکړه، او ښکاره شوه چې هغه دې مبالغې ته اړتیا لرله."

هغه زیاته کړه: "هر هغه څوک چې دغه خبرې واورېدې، پوه شو چې د دې خبرو تر شا بل حقیقت موجود وو. هغوی هېڅ ونه شوای کولای او مبالغه یې وکړه ترڅو حقیقت پټ کړي."

له دې وړاندې، ټرمپ د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وو: "موږ ورغلو. موږ د هغوی اټومي وړتیا له منځه یوړه، او بیا مو ودرول. دا یوه ښکلې خبره وه. هغوی نور ډېر مخکې نه شي تللی... دا ډېرې سختې ۱۲ ورځې وې — ډېر، ډېر سختې."

د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه د جون په ۱۳مه هغه وخت پیل شوه کله چې اسرائیل د ایران پر پوځي، اټومي او ملکي ځایونو هوايي بریدونه وکړل، چې د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۶۰۶ کسان پکې ووژل شول او ۵۳۳۲ نور ټپیان شول.

تهران د اسرائیل پر وړاندې د توغندیو او ډرون بریدونو سره غبرګون وښود، چې د عبري پوهنتون د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۲۹ کسان پکې ووژل شول او له ۳۴۰۰ څخه زیات ټپیان شول.

امریکا د ایران د فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو باندې بمبار وکړ، چې د شخړې په زیاتېدو کې یې ونډه لرله.

دغه شخړه د امریکا په منځګړیتوب د اوربند په پایله کې د جون په ۲۴مه پای ته ورسېده.