په ټایلنډ کې د کرېن نړېدو له امله اورګاډی له پټلۍ وتلی او لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
ځايي چارواکو ویلي، په ټایلنډ کې د چهارشنبې په ورځ د چټک اورګاډي پر پټلۍ یو کرېن پر یوه مساپر وړونکي اورګاډي راونړېد، چې له امله یې اورګاډی له پټلۍ ووت او لږ تر لږه ۲۲ کسان پکې ووژل شول.
پولیس: په ټایلنډ کې د کرېن نړېدو له امله اورګاډی له پټلۍ وتلی او لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
په ټایلنډ کې د صنعتي او ساختماني ساحو پېښې له ډېرې مودې راهیسې عامې دي، چېرته چې د خوندیتوب د مقرراتو په پلي کولو کې بې غوري ډېری وخت د مرګونو پېښو لامل ګرځي.
ځايي چارواکو ویلي، په ټایلنډ کې د چهارشنبې په ورځ د چټک اورګاډي پر پټلۍ یو کرېن پر یوه مساپر وړونکي اورګاډي راونړېد، چې له امله یې اورګاډی له پټلۍ ووت او لږ تر لږه ۲۲ کسان پکې ووژل شول.
د ناخون راچاسیما ولایت د پولیسو یوه ځايي مشر، تچاپون چیناوونګ وویل: "دوه ویشت کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي."
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ځايي وخت سهار شاوخوا نهه بجې وشوه، کله چې د چټک اورګاډي شبکې جوړولو لپاره کارېدونکی کرېن د پلازمېنې بنکاک په شمال ختیځ، ناخون راچاسیما کې پر یوه مساپر وړونکي اورګاډي راپرېوت.
د ناخون راچاسیما ولایت د عامه اړیکو ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: "یو کرېن پر اورګاډي راونړېد، چې له امله یې اورګاډی له پټلۍ ووت او اور یې واخیست."
ځايي رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې ژغورونکي د پېښې ځای ته ځانونه رسوي، او یو رنګین اورګاډی پر خپل اړخ اوښتی، په داسې حال کې چې له کنډوالو څخه لوګی پورته کېږي.
د ناخون راچاسیما ولایتي ادارې ویلي، چې اورګاډی له بنکاک څخه د اوبون راچاتاني ولایت پر لور روان و.
د ټرانسپورټ وزیر پيپت رتچاکیتپراکارن وویل، په اورګاډي کې ۱۹۵ کسان سپاره وو او چارواکي د وژل شویو کسانو د هویت معلومولو لپاره په چټکۍ سره کار کوي.
دا کرېن د ټایلنډ د چټک اورګاډي شبکې جوړولو د یوې ۵.۴ میلیارده ډالري پروژې په چارو کې کارول کېده. د دې پروژې ملاتړ بیجینګ کوي او موخه یې دا ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بنکاک د لاوس له لارې په چین کې له کونمینګ ښار سره ونښلوي. دا پروژه د چین د "یو کمربند او یوې لارې" د ستر زیربنايي نوښت یوه برخه ده.