نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او ۱۷ کسان ورک کړي
د جمعې په سهار د شمال لویدیځ پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راغلل چې لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي او ۱۷ نور ورک دي.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او ۱۷ کسان ورک کړي
/ Reuters

په پاکستان کې سلابونو  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمعې په سهار د شمال لویدیځ پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راغلل چې لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي او ۱۷ نور ورک دي.

د ژغورنې ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا  په یوه بیان کې ویلي چې د باجوړ ولسوالۍ د تحصیل سالارزو په سیمه کې د سختو بارانونو او ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.

تر دې دمه اته کسان مړه شوي، څلور ټپیان دي او ۱۷ کسان ورک دي.

د ژغورنې ۱۱۲۲ د ولسوالۍ افسر امجد خان وویل: "ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي، په داسې حال کې چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي."

په جلا پېښه کې، لږ تر لږه پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شول کله چې د دیر لاندې ولسوالۍ د سوری پاو په سیمه کې د سختو بارانونو له امله یو کور ونړېد.

په یوه بله پېښه کې، دوه کسان مړه او یو ټپي شو کله چې د مانسهرې ولسوالۍ په سېلاب کې یو موټر ډوب شو.

د دې تازه پېښو له امله د روان مانسون د بارانونو له پیل راهیسې د جون له ۲۶مې څخه د هېواد په کچه د مړو شمېر ۳۲۸ ته لوړ شو. د ملي ناورین د مدیریت ادارې په وینا، تر اوسه له ۷۴۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د مړینو ډېره برخه، چې ۱۶۴ کسان دي، او له ۵۸۲ زیات ټپیان د ختیځ پنجاب ایالت څخه راپور شوي، چې د روان مانسون د بارانونو له امله تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه ده.

سختو بارانونو په خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کې په بېلابېلو ځایونو کې ځمکښوېدنې هم رامنځته کړې، په داسې حال کې چې چارواکي هڅه کوي په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې خلک وژغوري.

د مانسون بارانونه چې معمولاً د جون څخه تر سپټمبر پورې دوام کوي، په جنوبي آسیا کې، په ځانګړې توګه په پاکستان کې، ډېر زیانونه اړوي، خو د اقلیم بدلون په وروستیو کلونو کې د دې بارانونو د نه اټکل کېدو وړتیا او شدت نور هم زیات کړی دی.

 

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ