د روسیې د جاپان په سمندر کې د خپل پرمختللي اوبتل سره تطبیقات ترسره کړل

د روسیې د دفاع وزارت د جاپان په سمندر کې د پوځي تطبیقاتو په چوکاټ کې  د ډیزل بریښنایی اوبتل اوفا څخه د کالیبر کروز توغندي ازمایلي دي.

/ Reuters

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې په  آرام سمندر کې د روسیې د سمندري ځواکونو اړوند  یو اوبتل د جاپان په سمندر کې تمرینونه ترسره کړل، په سمندر او ساحل کې په جعلي  اهدافو کروز توغندي وتوغول.

د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي دي  "د ټاکل شوي تمرین په جریان کې په  د آرام سمندر د روسیې سمندري ځواکونو اړوند  د ډیزل بریښنایی اوبتل اوفا د جاپان د سمندر له اوبو څخه په سمندر او ساحلي اهدافو د کالیبر کروز توغندي وتوغول."

وزارت وویل چې د تمرینونو په جریان کې ټول جعلي هدفونه په نښه شوي او د ډزو واټن له ۱۰۰۰ کیلومترو څخه ډیر و.

د تاس  په پخوانیو راپورونو کې راپور ورکړل شوی چې اوفا، چې د نړۍ ترټولو خاموش اوبتلونو څخه ګڼل کیږي، د ۲۰۲۲ کال په نوامبر کې د روسیې د سمندري ځواکونو په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ.

دا اوبتل ۷۴ متره اوږد دی، او څه باندې ۳۹۰۰ ټنو وزن لري.

دا کولی شي د ۲۴۰ مترو کاري ژوروالي او د ۳۰۰ مترو اعظمي ژوروالي ته ډوب شي.