منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
سینټکام په یوه بیان کې وویل: "نن د ختیځ په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې، امریکایي ځواکونو د اعلی سرقومندان په لارښوونه د ایران پر پوځي هدفونو نور بریدونه ترسره کړل."
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل

سینټکام  ویلي چې پر ایراني پوځي وړتیاوو د وروستیو بریدونو هدف د دغه هېواد د پوځي ځواک کمزوري کول دي.
امریکا په سیمه کې د کړکېچ له زیاتېدو سره سم، د ایران پر پوځي اهدافو د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

سینټکام په یوه بیان کې وویل: "نن د ختیځ په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې، امریکایي ځواکونو د اعلی سرقومندان په لارښوونه د ایران پر پوځي هدفونو نور بریدونه ترسره کړل."

سینټکام پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "دا ماموریت به د ایران هغه وړتیا نوره هم کمزورې کړي چې په سیمه ییزو اوبو کې ملکي بېړۍ او سوداګریزې کښتۍ ګواښي."

په ورته وخت کې، د کویټ پوځ ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټم د ایران له لوري یو ډرون (بې پیلوټه الوتکه) برید شنډ کړی دی. د پوځ لوی درستیز ویلي چې د چاودنو غږونه د ډرون الوتکو د ویشتلو او مخنیوي له امله وو. په پوځي بیان کې زیاته شوې: "له ټولو غوښتل کیږي چې د اړوندو چارواکو امنیتي لارښوونې په پام کې ونیسي."

سیمه ییز کړکېچ له هغه وخته زیات شوی چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران ګډ برید وکړ. که څه هم تېره میاشت امریکا او ایران د پاکستان په منځګړیتوب د کړکېچ د پای ته رسولو او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، خو تېره اونۍ د هرمز تنګي پر سر جنجال یو ځل بیا راپورته شو او دواړو لورو پر یو بل ځوابي بریدونه وکړل.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې چې پر ایران بریدونه پیل شوي، تر اوسه ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۴۴۷ نور ټپیان شوي دي.

 

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ