منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي
حکومت په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه برید د سیولې په سیمه کې د جنوبي عمالقه لوا - د دویمې لوا د قوماندان، برید جنرال حمدي شکري پر کاروان شوی دی.
د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي
د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي / Reuters
22 جنوري 2026

د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي
د جنوبي عمالقه لوا پر یوه جګپوړي چارواکي برید کې درې تنه نور ټپیان شوي

د یمن حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په لنډمهاله پلازمېنه عدن کې د جنوبي عمالقه لوا پر کاروان په یوه بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

حکومت په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه برید د سیولې په سیمه کې د جنوبي عمالقه لوا - د دویمې لوا د قوماندان، برید جنرال حمدي شکري پر کاروان شوی دی.

په بیان کې پر کاروان دا "غدارانه ترهګریز برید" په کلکه غندل شوی.

په بیان کې ویل شوي چې پر وسله والو ځواکونو یا پوځي مشرانو هر ډول برید به له مخنیوونکو اقداماتو سره مخ شي، او ټینګار شوی چې دا هڅه به ناکامه شي.

که څه هم په بیان کې د شکري د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د پوځ اړوندې لوا رسنیز مرکز ویلي چې هغه سطحي ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

وپلټۍ
مسعود پزشکیان: ایران به 'زیاتو غوښتنو ته تسلیم نه شي'
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي
پوهان: د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلو د اعدام سزا قانون «جدي نړیوالې اغېزې» لري
امریکا به د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نایجیریا ځواکونو د روزنې په موخه ۲۰۰ سرتېري واستوي
د تورکیې ولسمشر په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران وټاکل
پر اوکراین د روسیې برید کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنو ژوند د لاسه ورکړ
په کاناډا کې د غبرګو وسله والو بریدنو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په استانبول کې د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  ترسره شوه
اندونیزیا وايي د غزې سوله ساتي ځواکونه ښايي ټولټال ۲۰ زره سرتېرو ته ورسېږي.
پولنډ په مسکو کې پر روسي جنرال په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل
ایران خبرداری ورکړ چې امریکا ته د نتنیاهو سفر به په ډیپلوماسۍ 'ویجاړونکی' اغیز ولري
سعودي عربستان په الفاشر کې د چټک غبرګون ځواکونو د ظلمونو غندنه وکړه
په امریکا کې محکمې د ۶۰ زره څخه د زیاتو کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب حق د لغوه کولو لاره هواره کړه
سرګي لاوروف: د اوکراین په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده
په لیبیا کې د امبولانس چورلکې د سقوط له امله پنځه کسان وژل شوي دي