نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا له روغتیا نړیوال سازمان څخه تر نږدې اتو لسیزو وروسته ووتله
امریکایي چارواکو ویلي، متحده ایالاتو په رسمي توګه د روغتیا له نړیوال سازمان (WHO) څخه خپل غړیتوب پای ته ورساوه او په دې توګه یې د ملګرو ملتونو په دې روغتیايي اداره کې خپل نږدې ۷۸ کلن غړیتوب ته د پای ټکی کېښود.
امریکا له روغتیا نړیوال سازمان څخه تر نږدې اتو لسیزو وروسته ووتله
امریکا له روغتیا نړیوال سازمان څخه تر نږدې اتو لسیزو وروسته ووتله / Reuters

د ټرمپ ادارې د وبا ناکامي او سیاسي تعصب د وتلو لاملونه وبلل

امریکایي چارواکو ویلي، متحده ایالاتو په رسمي توګه د روغتیا له نړیوال سازمان (WHO) څخه خپل غړیتوب پای ته ورساوه او په دې توګه یې د ملګرو ملتونو په دې روغتیايي اداره کې خپل نږدې ۷۸ کلن غړیتوب ته د پای ټکی کېښود.

دا وتنه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د نړیوالو قوانینو له مخې د یو کلن اړین خبرتیا دورې وروسته نافذه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روغتیا او بشري خدماتو وزیر رابرټ ایف کینیډي جونیر په یوه ګډه اعلامیه کې دا اقدام اعلان کړ او ویې ویل چې امریکا له له روغتیا نړیوال سازمان څخه وتلې او ځان یې د دې سازمان له محدودیتونو څخه خلاص کړی دی.

دغو چارواکو د کوویډ-۱۹ وبا په جریان کې د روغتیا د نړیوال سازمان ناکامیو ته اشاره وکړه، په شمول د چین په ووهان ښار کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د چلند. دوی دا اداره په سیاسي او بیوروکراټیکه اجنډا، د وخت پر وخت د معلوماتو په شریکولو کې خنډ او د امریکا دښمنو هیوادونو تر نفوذ لاندې د امریکا د ګټو پر خلاف په عمل کولو تورنه کړه.

دوی وویل، له دې وروسته به له روغتیا نړیوال سازمان سره د امریکا تعامل یوازې د وتلو پروسې بشپړولو او د امریکایانو د روغتیا او خوندیتوب ساتلو پورې محدود وي. د بیان له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان په نوښتونو کې د امریکا ټوله مالي مرسته او کارکوونکي درول شوي دي.

امریکایي کارکوونکي بېرته غوښتل شوي، او هیواد خپل تمرکز د نړیوالې روغتیا په هڅو کې مستقیمو دوه اړخیزو همکاریو او خپلواکو تګلارو ته اړولی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس، ډاکټر تیدروس ادهانوم غیبریسیوس، په پرله پسې توګه پر دې پرېکړه خپګان څرګند کړی، دا وتنه یې د دواړو لورو لپاره یو تاوان بللی او ویلي یې دي چې دا سمه پرېکړه نه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۷مه نېټه تاسیس شو. متحده ایالات په ۱۹۴۶ کال کې د دې سازمان د اساسنامې له لومړنیو لاسلیک کوونکو څخه و او په رسمي توګه یې د ۱۹۴۸ کال په جون کې تصویب کړ، چې په دې توګه یو بنسټ ایښودونکی غړی شو.

ولسمشر ټرمپ د اوږدې مودې راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان سخت منتقد و، په ځانګړې توګه د کوویډ-۱۹ وبا په جریان کې او وروسته. هغه دا سازمان د ناروغۍ د لومړنیو پړاوونو په ناسم مدیریت، له چین سره په ډیر نږدېوالي، د بیجینګ څخه د ناسم معلوماتو په تکرارولو او د چین څخه د امریکا د سفر بندیزونو ته د نژاد پرستانه نوم ورکولو له لارې د بحران په سیاسي کولو تورن کړ.

ټرمپ پر متحده ایالاتو د غیر عادلانه مالي بوج په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د نورو هیوادونو، د چین په ګډون، په پرتله خورا ډیرې پیسې ورکوي، خو په بدل کې ورسره مناسب چلند نه کیږي.

د خپلې دویمې دورې په جریان کې، ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې له روغتیا نړیوال سازمان څخه د متحده ایالاتو په ایستلو سره پر دغو نیوکو عمل وکړ او په دې توګه یې له نږدې اتو لسیزو وروسته د امریکا غړیتوب او مالي مرستې پای ته ورسولې.

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .