نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
د امریکا د رسنیو راپورونه وايي چې ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د ایران په اړه د راتلونکي ګام پر سر اختلاف لري.
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ


د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو لومړی وزیر د جګړې پر سختولو ټینګار کوي، خو د امریکا ولسمشر ټینګار کوي چې لا هم د یوې هوکړې (معاملې) چانس شته.

د امریکا د رسنیو راپورونه وايي چې ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د ایران په اړه د راتلونکي ګام پر سر اختلاف لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ یوه تیلیفوني اړیکه کې خبرې وکړې چې په کې د ایران د روانې جګړې د سمبالولو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ لوی اختلافات څرګند شول.

دا اړیکه وروسته له هغه ټینګه شوه چې ټرمپ د یکشنبې په ورځ نتنیاهو ته خبر ورکړی و چې دی د اونۍ په پیل کې پر ایران د نویو بریدونو پیلولو ته چمتووالی نیسي. د سي این این (CNN) د پخوانیو راپورونو له مخې، تمه کېده دا عملیات د 'سلج هیمر' په نوم یاد شي.

خو ټرمپ وروسته اعلان وکړ چې د خلیج د مهمو متحدینو، په شمول د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو، په غوښتنه یې د سه شنبې پلان شوي بریدونه لغوه کړي دي.

له هغې وروسته، باخبره سرچینو ویلي چې دغو هېوادونو د سپینې ماڼۍ له چارواکو او پاکستان سره یوځای د ډیپلوماټیکو خبرو اترو لپاره د نوي چوکاټ پر جوړولو سخت کار کړی دی.

د سه شنبې د ورځې په دغه یو ساعته تیلیفوني اړیکه کې، نتنیاهو ټرمپ ته وویل چې د بریدونو ځنډول یوه اشتباه ده او له هغه یې وغوښتل چې د پخواني پلان سره سم نظامي اقدام وکړي.

یوه اسرائیلي چارواکي CNN ته ویلي: "اختلاف څرګند و؛ ټرمپ غواړي وګوري چې ایا یوې معاملې ته رسېدل امکان لري که نه، خو نتنیاهو د بل څه تمه درلوده."

اکسیوس (Axios) لومړنۍ رسنۍ وه چې د دې تندې تیلیفوني اړیکې راپور یې ورکړ.

د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ توپیرونه

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ د ایران په اړه وروستي پړاو کې یو. وګورو چې څه کېږي. یا به یوه معامله وشي او یا به موږ ځینې داسې کارونه وکړو چې یو څه به سخت (ناخوښه) وي. خو هیله من یم چې داسې ونه شي."

نتنیاهو، چې تل یې د تهران په وړاندې د ډېر توند پوځي چلند پلوي کړې، له دې ځنډ څخه سخت ناراضه شوی. هغه باور لري چې دا ځنډ یوازې د ایران موقف پیاوړی کوي.

یوې بلې اسراییلي سرچینې CNN ته ویلي چې د نتنیاهو په نږدې کړیو کې مایوسي زیاته شوې ده. لوړپوړي اسراییلي چارواکي پر نویو بریدونو سخت ټینګار کوي او د ایران د هغو هڅو له امله په غوسه دي چې دوی یې "ډیپلوماټیک ځنډ" بولي.

دا لومړی ځل نه دی چې د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ اختلاف څرګندیږي. امریکايي چارواکو مخکې هم منلې وه چې دواړه متحدین تل د ایران په اړه یو ډول اهداف نه لري.

کله چې د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ څخه د نتنیاهو سره د خبرو په اړه وپوښتل شول، هغه پر وضعیت د خپل کنټرول ادعا وکړه او ویې ویل: "هغه به هماغه څه وکړي چې زه یې ترې غواړم."

ټرمپ تر اوسه ډیپلوماټیکې لارې ته لومړیتوب ورکوي او وايي چې له ایران سره پرمختګونه "پر پوله ولاړ دي" او د مذاکراتو لپاره څو نورې ورځې فرصت ورکولای شي د انسانانو ژوند وژغوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې تهران او واشنګټن د پاکستان له لارې د پیغامونو تبادلې ته دوام ورکوي.

خو بیا هم د دواړو لورو ترمنځ لویې تشې شتون لري. یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې ایران له خپلو بنسټیزو غوښتنو نه دی تېر شوی او د اټومي پروګرام او کنګل شویو شتمنیو په اړه مسایل لا هم ندي حل شوي.

ټرمپ لا هم نظامي انتخابونه پر میز ساتلي او خبرداری یې ورکړی: "که موږ سم ځوابونه ترلاسه نه کړو، دا هر څه به ډېر ژر پیل شي. موږ ټول چمتو یو."

 

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري