اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې پنځه تاریخي اثار ضبط کړل
د فلسطین د ګرځندوی او لرغونو آثارو وزیر هاني الحایک ویلي چې اسرائيلي بریدونو ۳۱۶ لرغونپوهنیزاو تاریخي ځایونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي دي، او زیاته یې کړه چې دا بریدونه «جنګي جنایتونه دي چې د فلسطین د تاریخ د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.»
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې پنځه تاریخي اثار ضبط کړل
د عیني شاهدانو په وینا، د اسرائيلو پوځ په یوه غرنۍ سیمه چاپه ووهله او د لرغون پېژندنې ځای څخه یې د بیزانسي دورې تاریخي ستنې ونیولې.
د عیني شاهدانو په وینا، اسرائيلي ځواکونو پرون د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رام الله شمال ختیځ کې د المزراعه الشرقیه په ښارګوټي کې پنځه تاریخي آثار ضبط کړل.
عیني شاهدانو وویل چې اسرائيلي پوځ، د اسرائيلو د ملکي ادارې له ټیمونو سره یو ځای، د دې ښارګوټي یوې غرنیزې سیمې باندې چاپه ووهله او د لرغونپوهنې له یوې سیمې څخه یې د بیزانسي دورې پنځه تاریخي ستنې ونیولې.
تازه اسرائيلي رسنیزو راپورونو ادعا کړې چې دا ستنې د دې په تور ضبط شوې دي چې فلسطینیان په دې سیمه کې ودانیز کارونه کوي او تاریخي آثار زیانمنوي.
د فلسطین د ګرځندوی او لرغونو آثارو وزیر هاني الحایک ویلي چې اسرائيلي بریدونو ۳۱۶ لرغونپوهنیزاو تاریخي ځایونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي دي، او زیاته یې کړه چې دا بریدونه «جنګي جنایتونه دي چې د فلسطین د تاریخ د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.»
معیاد شعبان، د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د دیوال او مېشت ځایونو د مقاومت د کمېسیون مشر، مخکې ویلي وو چې اسرائيل پلان لري د لوېدیځې غاړې د نابلس ته څېرمه د سباسطیه او برقې په ښارګوټو کې د لرغونو ځایونو د ساتنې تر پلمې لاندې ۴۶۰۰ دونمه (۱۱۳۷ جریبه) ځمکه ضبط کړي.