تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
تورکیه په اروپا کې د هغو ځنګلي اورونو سره د مبارزې په چوکاټ کې چې له څو ورځو راهیسې دوام لري، له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم هوایي مرسته چمتو کوي.
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې

د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي اعلان وکړ چې له اسپانیا وروسته فرانسې هم د ځنګلونو د اور مړ کولو په برخه کې له تورکیې څخه د مرستې غوښتنه کړې، او دوه د اور وژنې الوتکې دغه هېواد ته لېږل شوې دي.
تورکیه په اروپا کې د هغو ځنګلي اورونو سره د مبارزې په چوکاټ کې چې له څو ورځو راهیسې دوام لري، له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم هوایي مرسته چمتو کوي.

د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي پر خپلې ټولنیزې پاڼې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه، د هغو دوو الوتکو وروسته چې مخکې هسپانیې ته لېږل شوې وې، اوس د فرانسې د ملاتړ غوښتنې پر بنسټ دغه هېواد ته هم دوه د اور وژنې الوتکې ولېږل شوې.

یوماکلي څرګنده کړه چې په اروپا کې د ځنګلونو روان اورونه یو ځل بیا دا ښيي چې له اور سره مبارزه څومره ستونزمنه ده. هغه ټینګار وکړ چې تورکیه د خپلو امکاناتو او تجربو په کارولو سره نه یوازې د خپلو ځنګلونو دفاع کوي، بلکې د اړتیا پر مهال د نورو هېوادونو د ځنګلونو ساتنې لپاره هم مسؤلیت پر غاړه اخلي.

نوموړي وویل چې تورکیې د اسپانیا وروسته د فرانسې د مرستې غوښتنې ته هم په لنډ وخت کې مثبت ځواب ورکړ. یوماکلي په پای کې وویل: "ځنګلونه موږ ته یوازې یو امانت نه دی؛ بلکې دا تر ټولو قیمتي میراث دی چې راتلونکو نسلونو ته یې پرېږدو. په همدې احساس، موږ به له پولو اخوا پیوستون او خپلې مبارزې ته په کلک هوډ سره دوام ورکړو."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ