لیدلوری
نوښتګري
4 د لوستلو دقیقې
د ویډیويي لوبو ډیزاینران د اقلیم اغیزو انځورولو لپاره مبارزه کوي
د لوبو صنعت شخصیتونه یوځای کیږي ترڅو اقلیمي مسایل په خپلو لوبو کې شامل کړي.
د ویډیويي لوبو ډیزاینران د اقلیم اغیزو انځورولو لپاره مبارزه کوي
د اقليم د اغيزو لپاره ويډيويي لوبي ډيزاينيږي / TRT Balkan AL
13 دسمبر 2024

کله چې تاسو د مروجو ویډیويي لوبو په اړه فکر کوئ، ښايي ستاسو ذهن ته  اکشن، سپورت، جګړې، او هیجان لرونکې ماجراګانې راشي. هغه لوبې چې حتا  تاسو اجازه نه درکوي چې له خپلې څوکۍ نه هم پاڅیږۍ؟ ښه که چیرې  تصور وکړئ چې ویډیو لوبې تر دې هم زیات څه کولی شي؟ مثلاً که داسې فکر وکړئ چې دا کولی شي د نړۍ له لویو ستونزو څخه یوې ته په حل موندلو باندې تمرکز وکړي؟ په نننۍ موضوع کې، موږ د هغو ویډیويي لوبو په اړه خبرې کوو چې د چاپیریال او اقلیم ساتنې باندې تمرکز لري. نننۍ موضوع پدې راڅرخي چې څنګه د لوبو جوړوونکي هغه دوه موضوعګانې چې معمولاً یو ځای نه راځي—د لوبو نړۍ او چاپیریالي اقدامات—سره یوځای کوي.

د دغو لوبو څخه یوه، چې د سویلي افریقایي ډیزاینر سام الفریډ لخوا رامنځته شوې ستراتیژۍ لوبه "ټېرا نیل" ده. د ډېرو لوبو پر خلاف، ټېرا نیل د امپراتورۍ جوړولو یا فتح کولو پر ځای، د اکوسیستمونو په بیا رغونه تمرکز کوي. ستاسو دنده دا ده چې ککړې سیمې پاکې کړئ، ونې وکرئ، او د لوی مرجاني دېوال (Great Barrier Reef) په څېر طبیعي عجایب وژغورئ. دا لوبه د ستراتیژۍ مفهوم برعکس کوي او د سیارې  رغونه (بهتره کول) یې یواځینی موخه ټاکلې ده. ټېرا نیل  لوبه ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت خپره شوه  چې  او تر اوسه له ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ددې لوبې نه استفاده کړې ده.

البته، دا بدلون اسانه نه و. سام الفریډ وايي چې لوبه د جګړې او فتحې په څېر له معمول عناصرو څخه بې برخې وه، له همدې امله ډېرو کسانو ورته د شک په سترګه کتل.

خپلې خواته جذبول

د هغه موخه دا وه چې ثابته کړي، پرته له دې چې چاپیریال استثمار شي، یوه خوندوره ستراتیژیکه لوبه جوړېدلی شي. په دې برخه کې هغه یوازې نه دی. په ۲۰۱۷ کال کې، د ښار جوړولو لوبه Cities: Skylines د "شنه ښارونه" په نوم ځانګړې پراختیايي بسته خپره کړه. دې بستې لوبغاړو ته دا امکان ورکړ چې د ککړتیا په مدیریت او د نوې کېدونکې انرژۍ په هڅولو سره چاپیریال دوست ښارونه جوړ کړي. د ویلو ده چې حتا دې نوښت هم ځیني بحثونه او جنجالونه پیل کړي دي. د دې لوبې تر شا د  سټوډیو عمومي مدیرې، ماریینا هالیکاینن وايي چې ځینې لوبغاړي فکر کوي چې د حقیقي نړۍ ستونزې لوبې ته شاملولو له امله، دوی لوبه "خرابه" کړې ده. خو جوړونکو په څرګند ډول دا اختیار لوبغاړو ته وړکړی دی که وغواړي خپل ښارونه شنه او زرغون کولی شي او که ونه غواړي دا د هغوې پورې اړه لري.

دې لوبو بریا ښيي چې په لوبو کې د چاپېریالي موضوعاتو لپاره ځای شته. دا یوازې (لوبه جوړوونکي) نه دي چې دې موضوع ته مخه کوي. د "تمدن" (Civilization) په څېر لوی سرلیکونه (د یوې مشهورې ویډیويي لوبې لړۍ) هم د اقلیم بحران عناصر خپلو لوبو کې شاملوي، چې ښيي حتی تر ټولو سترې لوبې لړۍ هم دا موضوع له پامه نه دي غورځولي. که فکر وکړو چې په ټوله نړۍ کې نږدې درې میلیارد انسانان ویډیو لوبې کوي، د اقلیم فعالان لوبې د خپلو پیغامونو د خپرولو لپاره یوه ځواکمنه وسیله ګڼي. په حقیقت کې، ملګرو ملتونو خپله لوبه د "دنده ۱.۵ (Mission 1.5) "په نوم رامنځته کړې ده. ویل کېږي چې دا لوبه له شپږو میلیونو څخه زیات خلکو ته رسېدلې او د اقلیمي ستونزو په اړه یې پوهاوی لوړ کړی دی.

"ستر ځواک"

د لوبو په صنعت کې دې موضوعاتو ته د ځای ورکولو لپاره یو مخ په وده خوځښت شته. په ۲۰۲۰ کال کې، سټوډیوګانو، سوداګریزو ډلو او پانګه‌والو د "سیارې لپاره لوبې کول (Playing for the Planet) "په نوم یو ائتلاف جوړ کړ. دوی د "شنه لوبې جام (Green Game Jam) "په څېر سیالۍ تنظیموي، ترڅو لوبې جوړونکي  وهڅوي چې په خپلو پروژو کې پایښت ته ځای ورکړي. سربېره پر دې، په ۲۰۱۹ کال کې، د نړیوالو لوبو جوړونکو  ټولنې (IGDA) د اقلیم لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړه. د دوی موخه دا ده چې د لوبو ځواک په کارولو سره د اقلیم بحران په ګډون د پېچلو موضوعاتو په اړه خلک وپوهوي.

 نن ورځ، ددې ټولنې   اقلیمي څانګه کې نږدې ۱۵۰۰ مسلکي کسان شتون لري، چې پکې د لوبو جوړونکي، استادان او چاپېریال پوهان شامل دي، او په ګډه کار کوي ترڅو ویډیويي لوبو کې د اقلیم پوهاوی ځای پر ځای کړي.

نو، که د ټېرا نیل له لارې وي، که د شنو ښارونو له لارې، یا په راتلونکې د کومې بلې لویې لوبې له لارې، یوه خبره روښانه ده، چې ویډیويي لوبې کولی شي موږ ته د چاپېریال په اړه په نوو لارو درس راکړي. دا کولی شي موږ وهڅوي چې د سیارې په اړه په بېلابېلو ډولونو فکر وکړو او شاید په حقیقي نړۍ کې عملي ګامونه پورته وکړو.