د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو د اوربند له منلو وروسته د خرطوم ایالت او عطبره ښار د ډرونونو برید وکړ
د سیمه ييزو رسنیو د راپور له مخې، د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د جمعې په سهار د ډرون بریدونه ترسره کړل، چې د خرطوم ایالت په اومدرمان ښار او د نیل سیند په ایالت کې د عطبره ښار سیمې په نښه کړي.
د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو د اوربند له منلو وروسته د خرطوم ایالت او عطبره ښار د ډرونونو په وسیله وویشتل.
اوسېدونکي د سوډان د پوځ یوې اډې او د برېښنا یوې فابریکې ته نږدې د چاودنو راپور ورکوي.
د سیمه ييزو رسنیو د راپور له مخې، د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د جمعې په سهار د ډرون بریدونه ترسره کړل، چې د خرطوم ایالت په اومدرمان ښار او د نیل سیند په ایالت کې د عطبره ښار سیمې په نښه کړي.
وروستي بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د چټک ملاتړ ځواکونو وویل، دوی د امریکا په مشرۍ د منځګړیتوب یوې ډلې له لوري وړاندیز شوې بشري اوربند منلی دی.
د سوډان د خبرونو د یوې رسنۍ په وینا، د دواړو ښارونو اوسېدونکو د سهار پر مهال د چاودنو او د الوتکو ضد د دفاعي ډزو غږونه اورېدلي، ځکه چې د سوډان پوځ د ډرونونو بريدونو ته ته ځواب ورکاوه.
د تلفاتو او زیانونو کچه لا تر اوسه روښانه نه ده، نه پوځ او نه هم د چټک ملاتړ ځواکونو د بریدونو په اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.
له هغه وروسته چې د چټک ملاتړ ځواکونو د دارفور په لوېديځ کې د پوځ وروستۍ ستره پوځي اډه په «الفاشر» کې ونیوله، څه کم دوه اونۍ دمخه، داسې ښکاري چې دغې ډلې خپل تمرکز ختیځ لوري ته، یعنې د خرطوم او د تیلو بډایه کوردوفان سیمې ته اړولی دی.
خرطوم له هغې راهیسې نسبي ارامي تجربه کړې چې د سوډان پوځ سږکال پر ښار بیا کنټرول ترلاسه کړ، خو د چټک ملاتړ ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې هم پوځي او هم ملکي ځایونه دواړه په نښه کوي.
د خرطوم د لوړې سیمې «اومدرمان» یوه اوسېدونکي د ای اېف پي خبري اژانس ته، د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې د نوم له څرګندولو پرته وویل چې دوی «د شپې شاوخوا ۲ بجې د چاودنو د غږ له امله راویښ شول، چې د وادي سیدنا پوځي اډې ته نږدې ده».
یو بل اوسیدونکي وویل چې دوی "د سهار شاوخوا څلور بجې د بریښنا سټیشن ته نږدې د چاودنې دمخه د ډرون غږ واورېد، چې له امله یې په سیمه کې برېښنا پرې شوه".
د خرطوم شمال ته شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې د پوځ تر کنټرول لاندې عطبره کې، یوه اوسېدونکي وویل چې د جمعې په ورځ د سهار له ۳ بجو وروسته څو ډرونونه "د ښار په سر راښکاره شول".
هغه زیاته کړه: «د الوتکو ضد دفاعي ځواکونو هغوی وویشتل، خو ما د ښار په ختیځ کې د اور لمبې ولیدې او د چاودنو غږونه مې واورېدل»، دغه اوسېدونکی هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم څرګندولو ډډه کړې وه.
د عطبره یو بل اوسېدونکي وویل: «ما د ښار پر فضا لس ډرونونه ولیدل، د الوتکو ضد دفاعي ځواکونو هغوی یو په بل پسې ویشتل، او په همدې وخت کې مې د ښار په ختیځ لوري کې اورونه ولیدل.»
د تلفاتو راپورونه سمدستي نه دي ورکړل شوي، نه پوځ او نه هم د چټک ملاتړ ځواکونو تر اوسه د بریدونو په اړه تبصره کړې ده.
بل لور ته، د سوډان د ډاکټرانو اتحادیې وویل چې د پنجشنبې په سهار د چټک ملاتړ ځواکونو د جنوبي کوردوفان په محاصره شوې «ډلینګ» ښار کې یو روغتون په ډزو وویشت، چې له امله یې څو کسان ټپیان شول، ځینې یې په جدي حالت کې دي.
اتحادیې زیاته کړه، دغه بمبار «د روغتون د رادیولوژۍ او طبي انځور اخیستنې څانګه له منځه یووړه»، چې د سیمې یو له مهمو روغتیایي مرکزونو یې فلج کړ.
ډلینګ له جون ۲۰۲۳ راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو تر محاصرې لاندې دی.