نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي
د اناتولیا خبري اژانس د ارقامو له مخې، د شنبې ورځې راهیسې پر ایران د امریکا د بریدونو په ترڅ کې، متحده ایالاتو نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي دي.
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي / Reuters

د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې امریکا نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي

د اناتولیا خبري اژانس د ارقامو له مخې، د شنبې ورځې راهیسې پر ایران د امریکا د بریدونو په ترڅ کې، متحده ایالاتو نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي دي.

د دې مالي زیان تر ټولو لوی لامل په قطر کې د "العدید" په هوايي اډه کې د امریکا د AN/FPS-132 په نوم د لومړني خبرداري رادار سیسټم ویشتل دي، چې ۱.۱ میلیارده ډالره ارزښت لري. دا رادار د شنبې په ورځ د ایران په توغندیز برید کې په نښه شو. قطر تایید کړې چې رادار لګیدلی او زیانمن شوی دی.

د یکشنبې په ورځ، ۳ د F-15E Strike Eagles جنګي الوتکې د کویټ د هوايي مدافع ځواکونو په "خپلمنځي ډزو کې له منځه لاړې. که څه هم د الوتکو شپږ واړه پیلوټان ژوندي پاتې شول، خو الوتکې ویجاړې شوې چې د بیا ځای پر ځای کولو لګښت یې ۲۸۲ میلیونه ډالره اټکل شوی.

د شنبې په ورځ په لومړني غبرګون کې، ایران په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بیړۍ  مرکزي دفتر په نښه کړ، چې دوه د سټلایټ مخابراتي ټرمینلونه او څو لویې ودانۍ یې ویجاړې کړې. د پرانیستو سرچینو د استخباراتي راپورونو له مخې، د ویشتل شویو ټرمینلونو ارزښت شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره دی.

ایران همدارنګه ادعا کړې چې په متحده عربي اماراتو کې یې د THAAD توغندیز سیسټم د AN/TPY-2 رادار برخه له منځه وړې ده. سټلایټي انځورونه ښيي چې برید شوی او دا رادار شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري. په مجموع کې، ایران په سیمه کې د امریکا ۱.۹۰۲ میلیارده ډالره پوځي شتمنۍ زیانمنې کړې دي.

پر امریکایي اډو بریدونه:
ایران تر اوسه په منځني ختیځ کې لږ تر لږه اووه امریکایي پوځي سایټونه په نښه کړي دي: په بحرین کې د پنځمې بیړۍ مرکز، په کویټ کې عارفجان، علي السالم او بوهرینګ اډې، په عراق کې د اربیل اډه، په اماراتو کې د جبل علي بندر او په قطر کې د العدید اډه.

په سعودي عربستان، کویټ او متحده عربي اماراتو کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه هم په نښه شوي:

·         ریاض: د امریکا پر سفارت دوه ډرون بریدونه وشول چې پکې د سي آی اې (CIA) سټیشن هم لګیدلی دی.

·         کویټ: پر سفارت د ډرون او توغندیو بریدونه وشول، چې له امله یې سفارت وتړل شو او د کارکوونکو کورنۍ وایستل شوې.

·         دوبۍ: پر کونسلګرۍ د ډرون برید له امله په نږدې پارکینګ کې اور ولګید، خو ودانۍ ته لوی زیان نه دی رسیدلی.

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري