تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان کییف ته له خپل سفر وروسته وویل، سره له دې چې جګړه روانه ده، تورکیه او اوکراین خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي. هغه دا سفر چې تمرکز یې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او سیمه ییز امنیت و، "خورا ګټور" وباله.
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله

فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي

"د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر پر یوې نوې د ازادې سوداګرۍ هوکړې، د اوکراین د حاکمیت څخه پر بیا ځلي ملاتړ او د سولې د هڅو لپاره د انقرې پر چمتووالي ټینګار وکړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان کییف ته له خپل سفر وروسته وویل، سره له دې چې جګړه روانه ده، تورکیه او اوکراین خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي. هغه دا سفر چې تمرکز یې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او سیمه ییز امنیت و، "خورا ګټور" وباله.

فیدان د جمعې په ورځ په اېکس (X) شبکه کې په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر له مشر کیریلو بودانوف او د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبیها سره یې هراړخیزې خبرې کړې دي. په دې خبرو کې د روسیې او اوکراین د جګړې پر وروستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا بحث وشو.

فیدان وویل: "موږ ډېر خوښ یو چې د جګړې له شرایطو سره سره زموږ د هېوادونو ترمنځ همکاري مخ په ژورېدو ده." هغه د خپل سفر څخه وړاندې د اوکراین د پارلمان لخوا د تورکیې او اوکراین د ازادې سوداګرۍ د تړون تصویب وستایه او دا یې یو مهم ګام وباله چې سوداګرۍ ته به نوي فرصتونه برابر کړي.

تورکیه پر سوله خپل ټینګار تکراروي

د دغه سفر په ترڅ کې فیدان یو ځل بیا د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د تورکیې ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې انقره چمتو ده د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې روسیه او اوکراین بېرته د مذاکرې میز ته راولي.

هغه وویل: "تورکیه چمتو ده له هرې هغې هڅې ملاتړ وکړي چې دواړه لوري خبرو اترو ته راوبولي او له تلپاتې سولې سره مرسته وکړي."

فیدان همداراز د کریمیايي تاتارانو له ملي مشر مصطفی عبدالجميل کریم اوغلو او د کریمیايي تاتارانو د مجلس له مشر رفعت چوباروف سره وکتل ترڅو د کریمیايي تاتارانو پر وضعیت خبرې وکړي. هغه وویل چې د دغه قوم د حقونو خوندي کول او د هغوی د کلتوري هویت ساتنه به د تورکیې په لومړیتوبونو کې پاتې شي.

فیدان د ولسمشر زیلینسکي لخوا د دولتي مډال (Order of Merit) په ترلاسه کولو هم مننه وکړه او دا یې د ځان لپاره یو ویاړ وباله. هغه زیاته کړه چې تورکیه به د دوه اړخیز باور او ګډو ګټو پر بنسټ له اوکراین سره خپلې پخوانۍ ملګرتیا او ستراتیژیک مشارکت ته دوام ورکړي."

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی