منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
ایراني چارواکو تر دې مخکې هم ګواښ کړی و چې که د امریکا بریدونه بیا پیل شي، د نښتې جغرافیايي ساحه به پراخه کړي.
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»

د ایران د رهبر ایةالله مجتبی خامنەیي سلاکار یحیی رحیم صفوي خبرداری ورکړی چې که امریکا پر دغه هېواد نوي بریدونه ترسره کړي، جګړه «تر هندي سمندرګي پورې» غځېدلی شي.

صفوي، د فارس خبري اژانس لخوا په خپره شوې وېډیو کې په خبرو کې وویل: «د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې نښته دمګړۍ له پارس خلیج او د هرمز له تنګي څخه (د حوثیانو په ګډون سره) سرې سمندرګې ته غځېدلې ده، د یوه احتمالي جنګ په ځواب کې شونې ده چې دا جبهه نوره هم پراخه شي او تر هندي سمندرګي یا له هغه بل خوا پورې وغځېږي.»

ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د امریکا د احتمالي بریدونو د بیا پیلېدو په صورت کې به د نښتې جغرافیا پراخه کړي.

خو دا لومړی ځل دی چې د ایران د رهبر یو سلاکار په روښانه توګه د هندي سمندرګي یادونه کوي؛ هغه سمندرګی چې په دیګو ګارسیا کې د امریکا او بریتانیا له ستراتیژیکې پوځي اډې کوربه توب کوي.

یمني حوثیانو چې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو دولتي ځواکونو سره په جګړه کې دي، په دې وروستیو کې د سرې سمندرګې د یمن ساحلي کنټرول تر لاسه کړی او په دې توګه یې پر ستراتیژیک باب المندب تنګي — چې اسیا د سویز کانال له لارې له اروپا سره نښلوي — خپل تسلط او حاکمیت پیاوړی کړی دی.

ایران او د امریکا متحده ایالات د فبرورۍ پر ۲۸مه د نښتې له پیلېدو وړاندې، د هرمز تنګي د کنټرول لپاره چې خورا حیاني اقتصادي اهميت لري او د نړۍ کابو ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي، په سیالۍ او جګړه کې وو.

د دواړو لوریو ترمنځ په جون میاشت کې په پاکستان کې د لاسلیک شوي تفاهم لیک له ناستې او د یوې میاشتې په ترڅ کې د هغې له پاشل کېدو وروسته خبرې اترې ټکني شوې؛ خو د دواړو هېوادونو چارواکو پدې اونۍ کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په حاشیه کې لیدنې کړي دي.

 ایران د خپلو اقتصادي بندیزونو د پورته کولو او په بهر کې د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په ګډون اووه شرایط وړاندې کړي دي.

 

وپلټۍ
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»