نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت کې په ترهګرۍ برید کې ۱۶ پوځیان وژل شوي دي
د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ یو ځایي حکومتي چارواکي، چې د رسنیو سره د خبرو اجازه نه درلوده، وویل: "یو ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ په کاروان ور ټکر کړ."
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت کې په ترهګرۍ برید کې  ۱۶ پوځیان وژل شوي دي
/ Reuters

د پاکستان په شمال لویدیځ د خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان پولې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶ پاکستاني سرتیري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي، چې پکې ملکي وګړي هم شامل دي.

ځايي رسنیو ویلي دي چې د برید هدف د پوځ یو کاروان و . پېښه د خدي بازار، میرعلي کې رامنځته شوې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا، دا همغږی برید هغه مهال وشو کله چې یو ځانمرګي بریدګر د ۲۲م فرنټیر فورس ریجمنټ د بم شنډولو د واحد موټر ته نږدې چاودېدونکي توکي وچول.

د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ یو ځایي حکومتي چارواکي، چې د رسنیو سره د خبرو اجازه نه درلوده، وویل: "یو ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ په کاروان ور ټکر کړ."

هغه زیاته کړه چې په دې برید کې ۱۶ سرتیري وژل شوي.

د ولسوالۍ یو پولیس افسر چې د فرانس پریس خبري اژانس سره یې خبرې کولې وویل: "چاودنې د دوو کورونو چتونه هم نړولي، چې شپږ ماشومان یې ټپیان کړي دي."

د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان (TTP)  ډلې منلی دی.

په دې برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ټپیان شوي، چې ۱۴ پکې ملکي وګړي دي.

دا برید په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې  پر امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

تر اوسه د پاکستان پوځ د دې برید په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

د وزیرستان، خیبر او کرم په ولسوالیو کې د وروستیو بریدونو وروسته، د پاکستان پوځ په دې ایالت کې د استخباراتي عملیاتو شدت زیات کړی دی.

اسلام‌اباد تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترهګر، چې ګواکې په افغانستان کې مېشت دي، په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، خو کابل دا تورونه ردوي او وايي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې