د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنهيي د دغه هېواد پوځي قوماندانانو ته امر کړی چې د امریکا یا اسرائیلو هر ډول برید ته سمدستي او "له جغرافیوي پلوه نامحدود ځواب" ورکړي، دا په داسې حال کې ده چې د منځني ختیځ د جګړې د بیا پیلېدو اټکلونه مخ په زیاتېدو دي.
د هغه د دفتر د یوې اعلامیې له مخې، خامنهيي د شنبې په ورځ له لوړپوړو پوځي چارواکو سره وکتل.
خامنهيي په یوه لیکلې اعلامیه کې چې د هغه پر وېبپاڼه خپره شوې ویلي: "هرې کچې یا هر ډول ګواښ ته باید سمدستي، اغېزناک او له جغرافیوي پلوه نامحدود ځواب ورکړل شي."
په اعلامیه کې راغلي چې هغه د غونډې پر مهال "ستراتیژیکې او مهمې" لارښوونې صادرې کړې خو د دې ناستې په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي. د هغه دفتر وویل چې د دغو لارښوونو جزییات به په راتلونکو څو ساعتونو کې خپاره شي.
واشنګټن ته خبرداری
په یوه جلا اعلامیه کې چې د هغه پر ټلګرام چېنل خپره شوې، خامنهيي د نویو بریدونو د ترسره کولو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی دی.
هغه ته په منسوب شوې اعلامیه کې راغلي: "که چېرې دښمنان یو ځل بیا پوځي یا ترهګریز بریدونه ترسره کړي، نو دا د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه او د ایران ملت دی چې د هغې د پای ته رسولو وخت او شرایط به ټاکي."
په دغو اعلامیو کې د کوم ځانګړي نوي ګواښ یادونه نه ده شوې. دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ایران او د هغه د مخالفینو ترمنځ د جګړو د بیا پیلېدو احتمال زیات شوی دی.
امریکا او اسراییلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه وکړل. ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د اسراییلو او امریکا پر هدفونو بریدونه وکړل. دواړو خواوو وروسته په اپرېل کې د اوربند هوکړې ته ورسېدل او د جګړې لومړی پړاو یې ودراوه.
له هغه وخت راهیسې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې له خنډونو سره مخ شوې دي. د جون په ۱۸مه، واشنګټن او تهران د هرمز په تنګي کې، چې د نړۍ د کښتیو د تګ راتګ یوه له مهمو لارو څخه ده، د تګ راتګ د ازادۍ په اړه د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ. خو د دې هوکړې پلي کېدل د تنګي د امنیت پر سر د اختلافاتو له امله په ټپه درېدلي دي.
د خامنهيي وروستۍ څرګندونې د هر ډول راتلونکي تاوتریخوالي مسوولیت د ایران پر دښمنانو اچوي، په داسې حال کې چې نوموړی وایي، د ایران وسلهوال ځواکونه او خلک به پرېکړه کوي چې هر ډول شخړه به کله او څنګه پای ته رسېږي.


















