تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د 'تجربو شریکولو لپاره تر ټولو پیاوړی پلیټ فارم' وي
ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټول ایتلاف کې د یوې 'بې قیده او شرطه' امنیتي او دفاعي شبکې پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
اردوغان : په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د 'تجربو شریکولو لپاره تر ټولو پیاوړی پلیټ فارم' وي
اردوغان : په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د 'تجربو شریکولو لپاره تر ټولو پیاوړی پلیټ فارم' وي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د "تجربو د شریکولو لپاره د تر ټولو پیاوړي پلیټ فارم" په توګه کار وکړي.

اردوغان د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د ناټو د غړو هېوادونو د پارلماني رئیسانو په ویاړ په یوه مېلمستیا کې وویل چې انقره له خپلو متحدینو سره هم د "سیمه ییزو بحرانونو د مدیریت په برخه کې خپله استثنایي وړتیا" او هم په ایتلاف کې خپله پراخه تجربه شریکوي.

هغه زیاته کړه چې ترکیه خپله دفاعي بودیجه زیاتوي او د هغو ژمنو پر بنسټ چې د ۲۰۲۵ کال د هاګ په سرمشریزه کې شوې وې، دا هېواد د ناټو په ماموریتونو او عملیاتو کې د پنځو سترو ونډه لرونکو هېوادونو په ډله کې ځای لري.

اردوغان وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د ناټو د مخنیوي ځواک ساتل او د متحدینو ترمنځ د پیوستون پیاوړي کول لا پسې حیاتي شوي دي.

نوموړي په ټول ناټو ایتلاف کې د یوې "بې قیده او شرطه" امنیتي او دفاعي شبکې د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا "له ټیکساس څخه تر انقرې پورې غځېدلې وي."

د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه اردوغان وویل چې په راتلونکي پړاو کې باید د دې شخړې د حل لپاره چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده، د خبرو اترو له لارې پایلې ترلاسه شي.

هغه ټینګار وکړ چې د فلسطین موضوع د منځني ختیځ د کړکېچونو په سر کې ده او تر هغه چې د اسرائیلو له خوا د ځمکو غصب پای ته ونه رسېږي، تلپاتې سوله ناممکنه ده.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه