نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
کیوبا د "نوېسترا امریکا کاروان" له خوا د بشري مرستو یوه جوپه ترلاسه کړه، چې دا یو نړیوال نوښت دی او د نړۍ د فعالانو له خوا تنظیم شوی، ترڅو د امریکا هغه بندیزونه له منځه یوسي چې ټاپو ته د سونګ او نورو توکو لېږد محدودوي.
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده. / AP

پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.

د مرستو بیړۍ هاوانا ته په داسې حال کې رسیږي چې د ټاپو هیواد د ټرمپ ادارې لخوا د تیلو رسولو د بندولو پریکړې وروسته له اقتصادي بحران سره مخ دی.

کیوبا د "نوېسترا امریکا کاروان" له خوا د بشري مرستو یوه جوپه ترلاسه کړه، چې دا یو نړیوال نوښت دی او د نړۍ د فعالانو له خوا تنظیم شوی، ترڅو د امریکا هغه بندیزونه له منځه یوسي چې ټاپو ته د سونګ او نورو توکو لېږد محدودوي.

مرستې په یوه کوچنۍ بېړۍ کې راورسېدې چې تېره اوونۍ د مکسیکو د پروګریسو له بندر څخه روانه شوې وه او د سې شنبې په سهار د هاوانا بندر ته ننوتله، چې پکې ۱۴ ټنه خوراکي توکي، درمل، لمریز پینلونه او بایسکلونه د کیوبا چارواکو ته وسپارل شول.

دا له هغو دریو بېړیو څخه یوه وه چې له پروګریسو څخه روانې شوې وې، او تمه ده چې نورې دوه به هم وروسته ورسېږي.

دغه مرستې د هغو نورو ۶ ټنه توکو ترڅنګ ورزیاتې شوې چې د تېرو څو ورځو په جریان کې د فعالانو له خوا د الوتکو له لارې راوړل شوي وو، چې پکې روغتونونو ته رسونې هم شاملې وې او د کیوبا په دولتي ټلوېزیون خپرې شوې.

د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانیل تېره اوونۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې کاروان له غړو سره ولیدل، چې پکې اروپایي سیاستوال لکه پخوانی د بریتانیا د کارګر ګوند مشر جیریمي کوربین هم شامل و.

د "نوېسترا امریکا" ائتلاف کې د ۳۰ څخه زیاتو هیوادونو څخه نږدې ۳۰۰ سازمانونه شامل دي، چې پکې غیر دولتي سازمانونه، اتحادیې، سیاسي ګوندونه او قانون جوړونکي شامل دي.

د برازیل فعال تیاګو اویلا له کښتۍ څخه د ښکته کیدو وروسته وویل: "دا یوازې لومړی ګام دی. ډیر نور ملاتړ به وروسته راشي."

سمبولیکه رسونه

د سې شنبې ورځې دغه مرستې، چې د کارابین په سیمه کې د خرابې هوا له امله ځنډېدلې وې، په هغه هېواد کې تر ډېره سمبولیکه بلل شوې دي چې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او دې کړکېچ پر ترانسپورټ، روغتیا او برېښنا تولید اغېز کړی دی.

د ټرمپ ادارې ټاپو ته د تیلو اکمالات بند کړي او کیوبا ته د تیلو رسولو هیوادونو باندې یې د تعرفو ګواښ کړی دی.

د ملاتړ دغه څرګندونه لږ وروسته له هغې کېږي چې کوسټاریکا د اکوادور په څېر له کیوبا سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

وپلټۍ
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»