نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د المان لومړي وزیر فریډریش میرټس  وویل چې د روسیې د حکومت او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا په ډېر لږ کچه داسې نښې لیدل کېږي چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي.
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
میرتس

میرټس د المان په پلازمېنه برلین کې د اروپايي ټولنې  د شورا له رئیس انتونیو کوسټا سره له کتنې وروسته په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وینا کوله.

میرټس اوکراین ته د امریکايي پلاوي سفر ته په اشارې سره وویل چې "موږ په اوسني وخت کې د داسې نښو شتون ډېر لږ وینو چې ګواکې د روسیې حکومت او د روسیې ولسمشر د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي."

میرټس وویل چې هغوې له خپلو شته امکاناتو د ډیپلوماتیکو حل لارو په خاطر کار اخیستی ، خو  " ترڅو چې د روسیې حکومت د خبرو اترو، مذاکرې او ډیپلوماټیکې حل لارې ټولې غوښتنې رددوي او ځان ترې لرې نیسي، زه په اوسني وخت کې د دې پروسې د تطبیق چانس خورا کم وینم."

نوموړي د ډیپلوماټیکې حل لارې لپاره د هڅو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل د اوکراین ملاتړ لپاره چې هرڅه ترسره کېږي د جګړې د دوام لپاره نه، بلکې د هغې د پای ته رسولو په پار دي.

میرټس د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، د المان په سکسونیا-انهالټ ایالتي ټاکنو کې د المان لپاره بدیل ګوند له بریا وروسته د دغه ګوند د ممنوعیت په اړه د پلټنو د بحثونو ارزونه وکړه او څرګنده کړه چې د داسې پروسې پر بریا شک لري.

میرټس وویل: "زه فکر نه کوم چې د دغه ګوند په منع کولو سره به ستونزه حل شي،" او زیاته یې کړه چې له AfD ګوند سره باید لومړیتوب سیاسي مبارزې ته ورکړل شي.

میرټس همدا راز وویل: "کوم څوک چې د المان د اروپايي ټولنې په غړیتوب شک کوي، له اروپايي ټولنې، یورو اسعارو او شینګن سیمې وتل غواړي، د ټولنې د هوساینې او رفاه یوه مهمه برخه له خطر سره مخ کوي." او ټینګار یې وکړ چې د اروپايي ټولنې د پرمختګ لپاره به ټولې هڅې وکړي.

د اروپايي ټولنې د شورا رئیس کوسټا هم څرګنده کړه چې د اوکراین جګړې له پیل راهیسې د یوه عادلانه او تلپاتې سولې لپاره مبارزه کوي او زیاته یې کړه: "د جګړې د نه ختمېدو یوازینی علت دا دی چې روسیه ورته چمتو نه ده."

 کوسټا پر دې پر ټینګار سره چې روسیه باید جګړې پای ته رسولو، د اوربند اعلان او د خبرو اترو مېز ته کښېناستلو ته مجبوره شي، د ټولو هغو مذاکراتي هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړ چې موخه یې همدا ده، او ویې ویل: "د سولې وخت رارسېدلی او روسیه باید جګړه ختمه کړي."

کوسټا په خپلو خبرو کې دا نقطه هم زیاته کړه چې دا باید یوه عادلانه او تلپاتې سوله وي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري