د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د برید په پایله کې دوه وسله وال ووژل شول.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د برید وروسته دوه وسله وال ووژل شول.

By
د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د برید په پایله کې دوه وسله وال ووژل شول.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د برید په پایله کې دوه وسله وال ووژل شول.

د پاکستان پوځ وايي، عملیات دوام لري او امنیتي ځواکونو درې نور وسله وال په دغه مرکز کې کلابند کړي دي

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د برید وروسته دوه وسله وال ووژل شول.

پوځ وویل، وسله والو په لومړي سر کې هڅه وکړه چې په جنوبي وزیرستان کې د وانا کیډیټ کالج امنیتي کمربند مات کړي، خو د پاکستاني پوځ له ځوابي برید وروسته په شا تګ ته اړ شول.

برید کوونکو وروسته د اصلي دروازې سره له چاودیدونکو توکو ډک موټر وجنګاوه، چې دروازې او نږدې زیربنا ته یې زیان واړاوه.

پوځ وویل: "زموږ ځواکونو په پوره میړانه او مسلکي وړتیا سره پر بریدګرو دقیق بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د هند د نیابتي فتنې الخوارج دوه خوارج له منځه یوړل."

پوځ زیاته کړه، چې درې نور وسله وال د کالج انګړ ته په ننوتلو بریالي شوي او د کالج په اداري بلاک کې کلابند شوي دي، او عملیات لا هم دوام لري.

د ویلو ده چې په بیان کې د ملکي وګړو او پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

د پاکستان د ادعاوو په اړه د هند له خوا سمدستي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د دوشنبې په ورځ تر دې مخکې، د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په شمال لویدیځ کې په دوو جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۰ وسله وال وژلي دي.

د پوځ یو بیان وايي، چې د شمالي وزیرستان قبایلي سیمې په شوال ښارګوټي کې، چې له افغان پولې سره نږدې پروت دی، د "استخباراتي معلوماتو پر بنسټ" په عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي.

یو بل عملیات د خیبر پښتونخوا ایالت په دره ادم خېل ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې د "سختو ډزو تبادلې" وروسته ۱۲ وسله وال ووژل شول.