نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ویلي دي چې د هغه د استخباراتو مشره تولسي ګبارډ د ایران  د اټومي پروګرام په اړه غلطه شوې ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې استخباراتي ادارې هغه ارزونه رد کړې چې وايي ایران د اټومي وسلو جوړولو په هڅه کې نه دی. ټرمپ د خپل استخباراتو مشرې، ټولسي ګبارډ، د لوړې پر مهال کړې څرګندونې په مستقیم ډول رد کړې.
ټرمپ ویلي دي چې د هغه د استخباراتو مشره تولسي ګبارډ د ایران  د اټومي پروګرام په اړه غلطه شوې ده
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د هغه د استخباراتو مشره تولسي ګبارډ د ایران  د اټومي پروګرام په اړه غلطه شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې استخباراتي ادارې هغه ارزونه رد کړې چې وايي ایران د اټومي وسلو جوړولو په هڅه کې نه دی. ټرمپ د خپل استخباراتو مشرې، ټولسي ګبارډ، د لوړې پر مهال کړې څرګندونې په مستقیم ډول رد کړې.

ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: " زما استخباراتي اداره غلطه شوې ده. که نوی  استخباراتي اداره ولې  داسې خبره وکړي؟" کله چې خبریال ورته وویل چې دا خبره ګبارډ کړې ده، ټرمپ په ځواب کې وویل: "هغې غلطه خبره کړې ده."

ګبارډ د مارچ په میاشت کې کانګرس ته ویلي وو چې د امریکا استخباراتي اداره لا هم دا ارزونه کوي چې تهران د اټومي وسلو جوړولو په هڅه کې نه دی. د هغې دفتر مخکې داسې څرګندونې کړې وې چې ګبارډ او ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام په اړه په یوه نظر دي.

ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې رد کړې دي او ټینګار کوي چې د یورانیمو غني کول یې یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دي. د رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله چې د امریکا د استخباراتي راپورونو سره بلدتیا لري، ویلي چې د ګبارډ وړاندې شوې ارزونه بدله شوې نه ده.

سرچینې زیاته کړې چې ایران ته به درې کاله وخت پکار وي څو د انتقال وړ اټومي سرګلولې جوړه کړي. ځینې کارپوهان باور لري چې ایران په لږ وخت کې یو خام او نه ازمویل شوی وسیله جوړولی شي، خو د هغې اغېزمنتیا به لا هم نامعلومه وي.

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې وروسته له هغې شوې چې هغه مخکې ویلي وو چې په راتلونکو اونیو کې به د ایران او اسرائیل د شخړې په اړه د ممکنه امریکایي پوځي مداخلې په اړه پرېکړه وکړي. ټرمپ په مکرر ډول د امریکا د استخباراتي ادارو پایلې تر پوښتنې لاندې راوستې دي او هغوی یې د شواهدو پرته د خپل حکومت د کمزوري کولو لپاره د یوې اصطلاح شوې "ژور دولت" برخې بللې دي.

ګبارډ، چې د ټرمپ یوه نږدې ملاتړې ده، د استخباراتي ادارې په وړاندې ورته تورونه لګولي دي.

اسرائیل د جون د ۱۳مې راهیسې په سیمه کې کړکېچ زیات کړی، کله چې یې په ایران کې په ګڼو ځایونو، چې ملکي، پوځي او اټومي تاسیسات پکې شامل دي، هوايي بریدونه وکړل. په ځواب کې تهران هم د غچ اخیستلو بریدونه وکړل.

ایران ویلي چې د اسرائیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات ټپیان دي. اسرائیل بیا ویلي چې د ایران د توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د امریکا استخبارات باور لري چې د اسرائیل بریدونو ښايي د ایران د اټومي پروګرام یوازې څو میاشتې وځنډوي. سي‌اېن‌اېن ویلي چې د نطنز په ځای کې د غني کولو په تاسیساتو کې د پام وړ زیان اوښتی، خو د فردو په کلک خوندي ځای کې د اسرائیل بریدونه کومه اغېزه نه ده کړې.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله