د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه هوډ لري خپل هېواد د هغې "اور له کړۍ" څخه لرې وساتي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي ټکر له امله رامنځته شوې ده. هغه خبرداری ورکړ چې دا جګړه په سیمه کې په یوې اوږدمهاله جګړې د بدلیدو خطر لري.
اردوغان په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته وویل چې تورکیه دا وضعیت په ډېر دقت او د "دولتي حکمت" په لارښوونه، په یو سنجول شوي او محتاط ډول اداره کوي.
اردوغان وویل: "موږ هوډ لرو چې خپل هېواد د اور له کړۍ څخه بهر وساتو." هغه ټینګار وکړ چې انقره نه غواړي دا جګړه د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ په یوې پراخې مقابلې بدله شي.
هغه زیاته کړه چې تورکیه د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې روان بحران یې سم ارزولی او په دې بې ثباته جیوپولیټیک چاپیریال کې مسؤلانه چلند کوي. نوموړي وویل: "تورکیه د هغو مخکښو هېوادونو په ډله کې ده چې د هغې پروسې د سم لوستلو له امله ستایل شوې چې زموږ سیمه یې د وینې او باروتو له بوی څخه ډکه کړې ده."
اردوغان دا هم وویل چې انقره به په هغو "دامونو" کې نه لویږي چې هدف یې په جګړه کې د تورکیې ښکېلول دي. هغه زیاته کړه چې حکومت د ګاونډیتوب او سیمه ییز پیوستون اصولو ته په درناوي، دا وضعیت په ارامه او احتیاط سره اداره کوي.
د تورکیې ولسمشر پر اسرائیلي قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سختې نیوکې وکړې او د اسرائیل مشران یې د بې ثباتۍ په رامنځته کولو او د سیمه ییزې سولې په زیانمنولو تورن کړل. اردوغان وویل: "د نتنیاهو تر مشرۍ لاندې د عام وژنې شبکه باید د سیمه ییزې سولې او انسانیت په خاطر سمدستي ودرول شي." هغه پر نړۍ غږ وکړ چې یو زړور او فعال دریځ غوره کړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که څه هم دا په اصل کې د اسرائیل جګړه ده، خو پایلې یې په ټوله نړۍ کې احساسیږي. اردوغان وویل: "وروستیو ۲۵ ورځو وښودله چې که څه هم دا د اسرائیل جګړه ده، خو قیمت یې ټوله نړۍ ادا کوي. دا د خپلې سیاسي بقا لپاره د نتنیاهو جګړه ده، خو بار یې اته میلیارده خلک پر اوږو وړي."
اردوغان د هرمز تنګي ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره وکړه، چې د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ ۲۰ سلنه برخه ترې تیریږي. هغه خبرداری ورکړ چې په دې تنګي کې د کښتیو په تګ راتګ کې خنډونو لا پخوا په نړیوال اقتصاد کې جدي ټکانونه رامنځته کړي دي. هغه د دغې غیرقانوني جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه، مخکې له دې چې نړیوال اقتصادي نظام ته د نه جبرانیدونکي زیان واوړي.
هغه وویل: "جګړه باید مخکې له دې پای ته ورسیږي چې نړیوال اقتصاد ته داسې زیان ورسوي چې جبران یې کلونه وخت ونیسي." هغه د خبرو اترو د لارو د ژر پرانیستلو او د مانا لرونکو مذاکراتو د پیلولو غوښتنه وکړه. اردوغان دا خبرداری هم ورکړ چې د اسرائیل افراطي او نه منونکي چلند ته باید اجازه ورنکړل شي چې ډیپلوماټیکې حل لارې سبوتاژ کړي.
سره له دې چې کړکېچ مخ په زیاتیدو دی، اردوغان وویل چې تورکیه به د خپلو ټولو ډیپلوماټیکو او سیاسي وسایلو په کارولو سره د سولې او ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
د تورکیې ولسمشر د بحران اقتصادي پایلو، په ځانګړې توګه د تېلو د بیو لوړیدو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چې حکومت د خپلو وګړو د ساتنې لپاره اقدامات کوي: "د دې لپاره چې خپل هېوادوال له دې پروسې څخه خوندي کړو، موږ د 'سون توکو د بیو د موازنې میکانیزم' غوندې اقدامات فعالوو." دا هغه پالیسي ده چې په کورني بازار کې د تېلو د بیو د ناڅاپه لوړوالي اغیز محدودوي.
اردوغان په پای کې ډاډ ورکړ چې د تورکیې اقتصاد دومره قوي دی چې د بهرنیو ټکانونو پر وړاندې مقاومت وکړي: "د داسې ناڅاپي ټکانونو پر وړاندې د تورکیې د اقتصاد د مقاومت کچه اوس د خپل تاریخ په ترټولو لوړه کچه کې ده. په دې کې باید هیڅ شک ونلري."















