ټرمپ د اخوان المسلمین ځینې څانګې د 'ترهګرو' په توګه د نومولو په اړه فرمان لاسلیک کړ

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې د اخوان المسلمین ځینې څانګې د "بهرنیو ترهګریزو سازمانونو" او "ځانګړو نړیوالو ترهګرو"  په توګه د نومولو په اړه غور وکړي

By
ټرمپ د اخوان المسلمین ځینې څانګې د 'ترهګرو' په توګه د نومولو په اړه فرمان لاسلیک کړ / Reuters

ټرمپ د اخوان المسلمین ځینې څانګې د 'ترهګرو' په توګه د نومولو په اړه فرمان لاسلیک کړ

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې د اخوان المسلمین ځینې څانګې د "بهرنیو ترهګریزو سازمانونو" او "ځانګړو نړیوالو ترهګرو"  په توګه د نومولو په اړه غور وکړي.

د دوشنبې په ورځ په دې فرمان کې دواړو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د لوی څارنوال او د ملي استخباراتو له رئیس سره په مشوره، په لبنان، مصر او اردن په څېر هېوادونو کې د دې ډلې څانګې وارزوي. له دوی غوښتل شوي چې یو راپور وړاندې کړي او که مناسب وګڼل شي، په ۴۵ ورځو کې دننه د دې ډلو د رسمي نومولو لپاره اقدام وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د دې اقدام موخه د دې څانګو د عملیاتي وړتیاوو کمزوري کول، د دوی د مالي سرچینو پرې کول او هغو ګواښونو ته ځواب ویل دي چې ممکن د امریکا اتباعو او ملي امنیت ته یې پېښ کړي.

امریکا تر دې دمه اخوان المسلمین د "ترهګر" سازمان په توګه نه دی نومولی او دا ډله د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو په لیست کې نشته.

دا قانون د امریکا  په کانګرس کې تر غور لاندې دی.