هندوستان د ټرمپ د درنو تعرفو تر سیوري لاندې له امریکا سره د سوداګریز تړون د خبرو اترو په حال کې دی

نوی ډیلي د امریکا تعرفې “ناانصافه او بې ‌دلیله” بللې دي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال څرګنده کړه چې له واشنګټن سره د سوداګریزو اړیکو د ژغورلو هڅې روانې دي، سره له دې چې د روسیې د نفتو پر وارداتو فشارونه زیات شوي دي.

/ AP

هندوستان د ټرمپ د درنو تعرفو تر سیوري لاندې له امریکا سره د سوداګریز تړون د خبرو اترو په حال کې دی

نوی ډیلي د امریکا تعرفې “ناانصافه او بې ‌دلیله” بللې دي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال څرګنده کړه چې له واشنګټن سره د سوداګریزو اړیکو د ژغورلو هڅې روانې دي، سره له دې چې د روسیې د نفتو پر وارداتو فشارونه زیات شوي دي.

هندوستان ویلي چې له واشنګټن سره د دوه اړخیز سوداګریز تړون په اړه خبرې کوي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هندي توکو تر ۵۰ سلنې پورې تعرفې ولګولې، په کې د ۲۵ سلنې جریمه هم شامله ده چې د نوي ډیلي له لوري د روسیې د نفتو پر دوامداره اخیستلو تړاو لري.

د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر، پیوش ګویال، د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه کې په یوه غونډه کې وویل: "موږ له هغوی (امریکا) سره د دوه اړخیز سوداګریز تړون په اړه خبرې کوو."

هغه د واشنګټن تعرفې "ناانصافه، بې ‌دلیله او غیرمنطقي" وبللې، او پر "مهمو هېوادونو" یې نیوکه وکړه چې نړیوال پایښت یې د جزایي سوداګریزو اقداماتو په ګټه شاته کړي دي—په ښکاره ډول یې له نوم اخیستلو پرته امریکا ته اشاره کوله.

په نوي ډیلي د فشار راوړلو لپاره تعرفې

تعرفې، چې د تیرې میاشتې په پای کې عملي شوې، تر یوه بریده د دې لپاره وې چې هندوستان د مسکو څخه د انرژۍ واردات کم کړي.

ټرمپ له دې وړاندې د سوداګریزو خبرو د ناکامېدو وروسته پر هندي صادراتو ۲۵ سلنه اساسي تعرفه لګولې وه، چې د دواړو شریکانو ترمنځ یې شخړې نورې هم زیاتې کړې.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ بیا پر هندوستان نیوکه وکړه او د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې یې په ټروت سوشیل پوسټ کې "په بشپړه توګه یو اړخیز ناورین" وباله.

وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ټرمپ د یاد پوسټ سکرین ‌شاټ په ایکس، چې پخوا ټویټر و، خپور کړ.

په یاد پوسټ کې ټرمپ ادعا وکړه چې هندوستان له اوږدې مودې راهیسې د امریکا پر توکو د نړۍ له تر ټولو لوړو تعرفو څخه ځینې لګولي، چې دا یې د امریکایي شرکتونو لپاره په هندي بازار کې سیالي “ناممکنه” کړې ده، په داسې حال کې چې هندوستان “موږ باندې په لویه کچه توکي پلوري.”

ټرمپ وویل: “هندوستان خپل زیاتره نفت او پوځي محصولات له روسیې څخه اخلي، له امریکا څخه خورا لږ,” هغه دا هم زیاته کړه چې نوی ډیلي “وړاندیز کړی و چې تعرفې په بشپړه توګه صفر کړي، خو اوس ډېر ناوخته شوی ده.”