نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: له ایران سره 'ډېرې ښې' خبرې روانې دي، د هرمز په اړه یې د 'باج اخیستنې' پر وړاندې خبرداری ورکړ
ټرمپ د خالي په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل: "موږ ډېرې ښې خبرې اترې لرو. دا ډېر ښه پرمخ ځي. هغوی لږ ځیرکتیا وښوده، لکه څنګه چې یې له ۴۷ کلونو راهیسې کوي. هېڅکله چا ورسره مقابله ونه کړه. موږ ورسره مقابله وکړه."
ټرمپ: له ایران سره 'ډېرې ښې' خبرې روانې دي، د هرمز په اړه یې د 'باج اخیستنې' پر وړاندې خبرداری ورکړ
ټرمپ / AP

د امریکا ولسمشر ټرمپ ورسته د هغه چې ایران یو ځل بیا د هرمز د تنګي د تړولو اعلان وکړ ایران ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي په اړه له خپل بدلېدونکي دریځ څخه د "باج اخیستنې" یا "بلک میل" لپاره کار وانخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې له ایران سره "ډېرې ښې خبرې اترې" روانې کړي دي.

ټرمپ د خالي په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل: "موږ ډېرې ښې خبرې اترې لرو. دا ډېر ښه پرمخ ځي. هغوی لږ ځیرکتیا وښوده، لکه څنګه چې یې له ۴۷ کلونو راهیسې کوي. هېڅکله چا ورسره مقابله ونه کړه. موږ ورسره مقابله وکړه."

هغه زیاته کړه: "هغوی نه سمندري ځواک لري، نه هوايي ځواک او نه هم مشران. هغوی هېڅ نه لري. په حقیقت کې دا د رژیم بدلون دی. تاسو دې ته د جبري رژیم بدلون ویلی شئ، خو موږ ورسره خبرې کوو."

ټرمپ وویل: "موږ له هغوی سره خبرې کوو... موږ یو کلک دریځ غوره کړی دی." هغه زیاته کړه: "د ورځې تر پایه به موږ له ایران سره د روانو خبرو په اړه ځینې معلومات ولرو."

ټرمپ ایران ته دا خبرداری هم ورکړ چې د هرمز تنګي د برخلیک په اړه په خپل بدلېدونکي دریځ سره واشنګټن "بلک میل" نه کړي، وروسته له هغې چې تهران یو ځل بیا دغه ستراتیژیکه اوبلار تړلې اعلان کړه.

هغه وویل: "هغوی غوښتل چې یو ځل بیا تنګی وتړي  تاسو پوهېږئ، لکه څنګه چې یې له کلونو راهیسې کوي  خو هغوی موږ نشي بلک میل کولی."

دښمنۍ وروسته له هغې زیاتې شوې چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شول، او تهران یې په ځواب کې پر اسرائیلو او هغو خلیجي هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې لري، پرله‌پسې د ډرون او توغندیو بریدونه وکړل.

جګړه د اپرېل له ۸مې راهیسې ځنډېدلې ده، کله چې پاکستان د دوو اونیو لپاره د اوربند منځګړیتوب وکړ.

واشنګټن او تهران تېره اونۍ په پاکستان کې خبرې وکړې، او په اسلام اباد کې د یوې بلې ناستې لپاره هڅې روانې دي.

ټرمپ یو اجرایوي فرمان هم لاسلیک کړ چې د هغه په وینا "د خوړو او درملو ادارې (FDA) ته لارښوونه کوي چې د ځینو هغو رواني اغېز لرونکو درملو بیاکتنه ګړندۍ کړي چې له وړاندې د 'پرمختګ درملنې' درملو په توګه نومول شوي دي."

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله