مکسیکو کې په یوه سوپر مارکېټ کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي دي
د ځايي چارواکو په وینا، د شنبې په ورځ د مکسیکو په شمال کې په سونورا ایالت په یو سوپر مارکېټ کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
مکسیکو کې په یوه سوپر مارکېټ کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي دي
د سونورا ایالت والي وايي: "له بده مرغه، یو شمېر قربانیان چې موږ موندلي، ماشومان وو."
د ځايي چارواکو په وینا، د شنبې په ورځ د مکسیکو په شمال کې په سونورا ایالت په یو سوپر مارکېټ کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د سونورا ایالت والي، الفونسو دورازو، د تلفاتو د شمیر د اعلانولو پر مهال وویل چې له بده مرغه، یو شمېر قربانیان چې موږ موندلي، ماشومان وو."
دورازو وویل چې ژوندي پاتې شوي کسان د هرموسیلو ښار په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چېرې چې دا چاودنه رامنځته شوې ده.
هغه وویل: "ما د پراخو او شفافو پلټنو امر کړی دی ترڅو د پېښې لاملونه معلوم او مسؤلین یې په ګوته شي."
دا چاودنه د ښار په مرکز کې د والډوز په نوم په یوه سوپر مارکیټ کې رامنځته شوه.
د عامه امنیت ځايي چارواکو پر ملکي وګړو یو "برید" یا "له تاوتریخوالي سره تړلې پېښه" رد کړې ده.
د مکسیکو ولسمشرې کلاودیا شینبام پر اېکس شبکه "د وژل شویو کسانو له کورنیو او خپلوانو سره" خپله خواخوږي څرګنده کړه.