نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ترامپ وايي؛ د منځمهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ د پنجشنبې پر ورځ وویل چې واشنګټن د نوامبر د ۳مې نېټې د منځمهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي، او اټکل یې وکړ چې جګړه به له رایې ورکولو وروسته یا ممکن له هغې هم وړاندې پای ته ورسېږي.
ترامپ وايي؛ د منځمهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي
ټرمپ

ترامپ له فوکس نیوز  سره په مرکه کې د ایران سره د امریکا د روانې جګړې او بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، واشنګټن د منځمهالو ټاکنو پورې پر ایران بشپړ برید نه کوي.

هغه وویل: "ښايي زه د ټاکنو له امله دا کار ونه کړم،" او ادعا یې وکړه چې ایران په لړزانده حالت کې دی او "له خورا لويو ستونزو سره مخ دی."

ترامپ وویل چې له امريکايي بریدونو سره سره ایران لا هم توغندي لري، خو ادعا یې وکړه چې د هغوی د وسلو ذخیرې تر ډېره حده له منځه وړل شوې دي.

هغه زیاته کړه: "دوی ډېر څه درلودل، او اوس هم یو څه لري. د هغوی پوځي سرچینې تر ډېره له منځه وړل شوي دي... خو اوس هم ځیني توغندي لري. دوی به تل یو شمیر توغندي ولري."

هغه همدا راز وویل چې د جګړې د بهیر پر پرمختګ هیڅ پښېماني نه لري او ادعا یې وکړه چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي وړتیاوې له منځه وړې ده.

ترامپ وویل: "که زه دا کار بيا هم وکړم، دقیقاً په همدې توګه به یې وکړم،" او ادعا یې وکړه  که چیرې دوې پر ایران برید کړی نوی تهران به د اسرائیل، منځني ختیځ او د امریکا د ښارونو پر وړاندې له اټومي وسلو څخه ګټه اخیستې وای.

د امریکا ولسمشر د وال سټریټ ژورنال (Wall Street Journal) هغه راپور هم رد کړ چې ګواکې له ایران سره جګړه به د هغه د واکمنۍ د دورې تر پایه دوام وکړي، او ویې ویل دا چې داسې شي "هیڅ امکان نه لري."

 

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي