سپورت
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان روزونکي د اسیا جام په سیالیو کې د هند له خوا د لاس د نه ورکولو په اړه مایوسي څرګنده کړه
د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه کرکټ له ۲۰۱۳ کال راهیسې ځنډول شوی دی، او دواړه اصلي سیالان یوازې په څو ټیمونو سیالیو کې یو بل سره لوبیږي.
د پاکستان روزونکي د اسیا جام په سیالیو کې د هند له خوا د لاس د نه ورکولو په اړه مایوسي څرګنده کړه
/ Reuters
15 سپتمبر 2025

د پاکستان روزونکي د اسیا جام په سیالیو کې د هند له خوا د لاس د نه ورکولو په اړه مایوسي څرګنده کړه

د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه کرکټ له ۲۰۱۳ کال راهیسې ځنډول شوی دی، او دواړه اصلي سیالان یوازې په څو ټیمونو سیالیو کې یو بل سره لوبیږي.

د پاکستان مشر روزونکي مايك هېسن وويل، دوی د هند د دې پرېکړې له امله خپه شوي چې د يکشنبې د سياسي رنګ لرونکي آسيا کپ لوبې وروسته يې د لاس ورکولو څخه ډډه وکړه.

هند د «اې» ګروپ دغه سيالي د اوو ويکټو په توپير وګټله، چې دا په مې مياشت کې د اتومي وسلو لرونکو ګاونډيانو ترمنځ د څلور ورځني پوځي شخړې وروسته د دواړو ټيمونو لومړۍ د کريکټ لوبه وه.

که څه هم لوبه له کومې پېښې پرته پای ته ورسېده، خو نه د ټاس پر مهال د لوبډلو تر منځ د کپتانانو لاس ورکول وشول او نه هم د لوبې په پای کې د لوبغاړو ترمنځ.

هېسن خبريالانو ته وويل: «موږ د لوبې په پای کې د لاس ورکولو لپاره تيار وو. موږ په څرګنده توګه مایوسه یو چې زموږ سيال ټيم دا کار ونه کړ.»

موږ هلته د لاس ورکولو لپاره لاړو او دوی لا دمخه د جامو بدلولو خونې ته تللي وو.

دا د لوبې د پای ته رسېدو يو خپه کوونکی ډول و، او موږ د خپلې لوبې کولو په طرز خپه وو، خو بې له شکه موږ د لاس ورکولو لپاره تيار وو.»

د پاکستان کپتان سلمان اغـا د جايزو وېش مراسمو ته حاضر نه شو، چې د نيوزيلنډي هېسن په وينا دا د هند د لاس ورکولو د نه منلو «پرله ‌پسې اغېز» و.

د هند کپتان سوریاکمار یادو په دغو مراسمو کې خپله بريا هندي پوځ ته ډالۍ کړه او د هغو کسانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه چې د اپرېل په ۲۲مې نېټه د هند تر ادارې لاندې کشمير په بريد کې اغېزمن شوي وو، هغه بريد چې د شخړې لامل شو.

د لوبې تر پای وروسته په خبري ناسته کې، سوريـاکمار وويل چې لوبغاړي د هند د کريکټ بورډ او حکومت سره همغږي دي.

هغه وويل: «موږ پرېکړه وکړه (چې لاس ورنه کړو). موږ دلته يوازې د لوبې لپاره راغلي يو. موږ ورته مناسب ځواب ورکړی دی.»

د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخيزه کريکټ له ۲۰۱۳ کال راهيسې ځنډول شوی، او دغه سخت سيالان يوازې په څو ټيميزو سياليو کې يو د بل پر وړاندې لوبېږي.

د يکشنبې لوبه د دې باوجود ترسره شوه چې په هند کې د ټيم د بایکاټ غوښتنې کېدې.

که چیرې ټیمونه دومره مخکې لاړ شي، نو هند ښايي په دې سيالۍ کې دوه ځله نور هم له پاکستان سره مخامخ شي، چې د سپتمبر په ۲۸ نېټه پایلوبه هم پکې شامله ده.

وپلټۍ
امريکا له وینزویلا وروسته، کيوبا ته سترګي پټي کړي.
د ناټو مشر وايي له ټرمپ سره د ډنمارک د یوې برخې په توګه د ګرینلنډ پر پاتې کېدو خبرې نه دي شوي
د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت
د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي
اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي
کاناډا د امریکا د احتمالي یرغل پر ضد د جګړې لپاره پوځي پلان جوړوي.
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
د سوریې په حسکه کې د YPG ترهګرې ډلې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ ملکیان ووژل شول
د ټرمپ 'ایرفورس ون' الوتکه  چې داووس ته روانه وه له نیمې لارې بیرته ستنه شوه.
د تورکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
په ۲۰۲۵ کال کې د میلیاردرانو شتمني نوره هم ډیره شوې.
د اوربند تړون له مخې د پوځ له پرمختګ وروسته د سوریې په شمال ختیځ کې نښتې کمې شوې
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د NBA پخواني افسانوي ستوري شکیل اونیل سره باسکیټبال لوبه وکړه
اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې
انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ