منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
سي این این:امریکا پوځ په ایران کې د یورانیمو لپاره ځمکنيو عملیاتو ته چمتووالی نیولی و خو ټرمپ ودرول
امریکایي خبري شبکې سي این این  د دوو نږدې سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا  پوځ په ایران کې د بډایه شویو یورانیمو د نیولو (ضبطولو) لپاره د ځمکنیو عملیاتو چمتووالی نیولی و، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه عملیات ودرول.
سي این این:امریکا پوځ په ایران کې د یورانیمو لپاره ځمکنيو عملیاتو ته چمتووالی نیولی و خو ټرمپ ودرول
سي این این:امریکا پوځ په ایران کې د یورانیمو لپاره ځمکنيو عملیاتو ته چمتووالی نیولی و خو ټرمپ ودرول

امریکایي خبري شبکې سي این این  د دوو نږدې سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا  پوځ په ایران کې د بډایه شویو یورانیمو د نیولو (ضبطولو) لپاره د ځمکنیو عملیاتو چمتووالی نیولی و، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه عملیات ودرول.
د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د درستیزوالانو د ګډې کمیټې مشر جنرال ډان کین (Dan Caine) په فلوریډا کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرکزي دفتر ته تللی و، ترڅو هلته د ایران د بډایه شویو یورانیمو د ضبطولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو پلانونه وڅیړي.

سرچینو ویلي چې دا ناسته خورا بېړنۍ وه او جنرال کین له همدې امله د مې په ۱۹مه په بروکسل کې د ناټو له غونډې په چټکۍ هیواد ته راستون شو. په دومره لوړه کچه د داسې ناستو ترسره کیدل ښيي چې امریکا ځمکنیو عملیاتو ته څومره نږدې شوې وه.

د ټرمپ پریکړه او اندیښنې:
سرچینې زیاتوي چې جنرال کین وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د یاد ځمکني برید د پلان په اړه معلومات ورکړل. خو وروسته له هغه چې ټرمپ ته خبرداری ورکړل شو چې دا کار به د ایران د سخت غبرګون (غچ اخیستنې) لامل شي، جګړه به اوږده کړي او د نړۍ اقتصاد به له سختې ګډوډۍ سره مخ کړي، هغه د عملیاتو د درولو پریکړه وکړه.
همدارنګه ویل شوي چې ټرمپ د ډیرو امریکایي سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه هم خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.
بل لور ته، سي این این  په یو بل ځانګړي راپور کې ویلي چې ایران د امریکا له خوا د یورانیمو د ضبطولو له ویرې، خپلې د یورانیمو زېرمې مهر او لاک کړي او د زېرمو په دروازو کې یې ماینونه ایښي دي.

د سي این این  سرچینو دا هم ویلي چې ایراني چارواکو په قصدي ډول هغه تونلونه هم په چاودنو الوزولي چې دغو زېرمو ته غځیدلي وو.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.