تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په ټوله تورکیه کې د داعش پر خلاف د عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۳۵۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، د سې شنبې په ورځ وویل چې په ټوله ترکیه کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۳۵۷ شکمن کسان نیول شوي دي.
په ټوله تورکیه کې د داعش پر خلاف د عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۳۵۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي
په ټوله تورکیه کې د داعش پر خلاف د عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۳۵۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي / AA

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر: په ټوله تورکیه کې د داعش ۳۵۰ څخه ډېر شکمن ترهګر نیول شوي

چارواکي وايي، شاوخوا ۴۱ تنه شکمن کسان د یالووا په ولایت کې د دوشنبې ورځې له ترهګریزې پېښې سره تړاو لري او د نوي کال د لمانځلو پر مهال یې په استانبول کې د ورته بریدونو پلان درلود.

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، د سې شنبې په ورځ وویل چې په ټوله ترکیه کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۳۵۷ شکمن کسان نیول شوي دي.

یرلیکایا د تورکیې په ټولنیزه رسنۍ NSosyal کې په یوه خپره شوې لیکنه کې ویلي چې په ۲۱ ولایتونو کې د هم مهاله ترهګرۍ ضد عملیاتو په پایله کې دا شکمن کسان نیول شوي دي.

هغه وویل چې دا عملیات د ولایتي پولیسو واحدونو لخوا د لوی څارنوالۍ دفترونو او همدارنګه د پولیسو د ترهګرۍ ضد او استخباراتو څانګو په همغږۍ ترسره شوي، او ټینګار یې وکړ چې ترکیه به د ترهګرۍ په وړاندې هیڅ زغم ونه ښيي.

د سې شنبې په ورځ وختي، د استانبول لوی څارنوالۍ دفتر وویل چې په دغه لوی ښار کې ۱۱۰ شکمن کسان نیول شوي دي.

دوی وویل چې له دې ډلې ۴۱ تنه یې د یالووا په ولایت کې د دوشنبې ورځې په پېښه کې له ښکېلو ترهګرو سره تړاو لري، چېرته چې د تورکیې د امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې شپږ داعش ترهګر ووژل شول. په استانبول کې نیول شویو شکمنو کسانو د نوي کال د لمانځلو پر مهال په دغه ښار کې د ورته بریدونو پلان درلود.

د انقرې د لوی څارنوالۍ دفتر یوې خبرپاڼې هم ویلي چې د ۱۷ داعش ترهګرو شکمنو کسانو د نیولو امر یې صادر کړی، چې ۱۱ تنه یې بهرني وګړي دي.

خبرپاڼه وايي، دا شکمن کسان د ترهګرې ډلې د غړیتوب او د جګړې له سیمو سره د اړیکو په تور تورن دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترهګریزو جرمونو د څېړنې ادارې دا شکمن کسان د هغو ډیجیټل موادو د تحلیل له لارې پېژندلي چې د داعش اړوند پخوانیو څېړنو په ترڅ کې نیول شوي وو.

 

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
ولسمشر اردوغان: خپل هېواد مو په شاوخوا کې له روانو شخړو څخه لرې ساتلی دی.
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
پراګماتیزم د پاپولیزم پر خلاف . د المان یو ایالت ښيي چې ولې تورکیه د برلین لپاره مهمه ده
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.