نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
روسیې ویلي دي چې د اوکراین په پلازمینه يي پراخه بریدونه کړي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل


د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اوکراین په پلازمېنه کیف او د کیف په شاوخوا سیمو کې یې ترانسپورتي، لوجستیکي او د توکو د وېش پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په اوکراین کې د روسي وسله والو ځواکونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې روسي پوځ تېره شپه د کیف په ښار او د کیف په سیمه کې پر ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش پر مرکزونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي. په دې بریدونو کې "MLP-Chayka"، "Trans-Logistics" او "Epitsentr" لوجستیکي مرکزونه او د "Nova Poshta" ټرمینل ویشتل شوي دي. ویل کیږي چې په دغو ځایونو کې د بې پیلوټه الوتکو پرزې، روبوټیک سیسټمونه او د الکترونیکي جګړې وسایل ساتل کېدل او وېشل کېدل.

همدارنګه په اعلامیه کې زیاته شوې چې د کیف په سیمه کې د "Terminal Brovary"، "Raben Ukraine" او "Brovary" په نومونو لوجستیکي مرکزونه هم په نښه شوي، چې د ډرون الوتکو د پرزو د زېرمه کولو او لېږدولو لپاره کارول کېدل.

د روسیې دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د اودیسا ښار په سویل کې په سمندر کې د نظامي بارونو ۳ کښتۍ هم ویشتل شوې دي. په دې عملیاتو کې له ځمکې څخه ویشتونکو دقیقو وسلو او د لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی دی.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی