د تورکیې او سومالیا ولسمشرانو د انرژۍ همکارۍ او سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د سومالیا له ولسمشر حسن شیخ محمد سره ولیدل، چیرې چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه يیزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د سومالیا له ولسمشر شيخ محمود سره وکتل. ولسمشر اردوغان وویل چې د سوماليا په ساحل کې د برمه کولو عمليات د مخ پر زياتېدونکې همکارۍ نښه ده، او د سوماليا د حاکميت ملاتړ کوي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د سومالیا له ولسمشر حسن شیخ محمد سره ولیدل، چیرې چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه يیزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې.
د تورکیې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم NSosyal کې د تورکیې د عامه اړیکو ریاست لخوا شریک شوي بیان له مخې، دا لیدنه د دولما باغچه د ولسمشرۍ په دفتر کې ترسره شوه.
اردوغان وويل چې انقره به له سوماليا سره د اړيکو د پراختيا لپاره په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه په سوداګرۍ او انرژۍ کې، خپلو ګامونو ته دوام ورکړي. هغه زياته کړه چې د تورکيې د برمه کولو بېړۍ چاغري بې په سوماليايي ساحل کې د عملياتو پيل د دواړو هیوادونو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي همکارۍ سمبول استازیتوب کوي.
د تورکيې ولسمشر همدارنګه د سوماليا د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په اړه د تورکيې ملاتړ يو ځل بيا تاييد کړ او ويې ويل چې انقره به د سوماليا او ايتوپيا ترمنځ د شخړو د بشپړ حل لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپرسلان بایرقتار، د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهيم کالن، د اړيکو رئيس برهان الدين دوران، د بهرنۍ پاليسۍ او امنيت مشر سلاکار عاکف چاغتای کليچ، او لوړپوړی سلاکار ظفر چوبوکجو هم په دې لېدنه کې ګډون درلود.