نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا د سان ډیاګو په یوه اسلامي مرکز کې په ډزو کې د دوو مشکوکو بریدګرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي
د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار په یوه اسلامي مرکز کې د ډزو په پېښه کې د دوو مشکوکو بریدګرو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. پولیس وايي دوی دا پېښه د احتمالي کرکې پر بنسټ د جرم په توګه څېړي.
د امریکا د سان ډیاګو په یوه اسلامي مرکز کې په ډزو کې د دوو مشکوکو بریدګرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي
د امریکا د سان ډیاګو په یوه اسلامي مرکز کې په ډزو کې د دوو مشکوکو بریدګرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

څېړونکي دا پېښه د احتمالي "کرکې پر بنسټ جرم" په توګه څېړي؛ ټرمپ دا برید یو "خورا بد حالت" بللی دی.

د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار په یوه اسلامي مرکز کې د ډزو په پېښه کې د دوو مشکوکو بریدګرو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. پولیس وايي دوی دا پېښه د احتمالي کرکې پر بنسټ د جرم په توګه څېړي.

چارواکي وایي چې دوو تنکي ځوانانو د دوشنبې په ورځ په سان ډیاګو کې پر دغه اسلامي مرکز ډزې وکړې، چې په پایله کې یې درې نارینه ووژل او بیا یې خپل ځانونه هم ووژل.

د سان ډیاګو د پولیسو مشر، سکاټ وال وویل چې په جومات کې په وژل شویو کسانو کې یو امنیتي ساتونکی هم شامل دی. وال په یوه خبري کنفرانس کې د هغو دریو قربانیانو په اړه چې وژل شوي، وویل: "هغه څه چې موږ تر اوسه پوهېږو دا دي چې دلته درې تنه بالغان وژل شوي دي." هغه زیاته کړه چې دواړه تورن بریدګر هم وژل شوي دي.

سکاټ وال وویل چې ګواښ اوس له منځه وړل شوی  دی او تایید یې کړه چې یو له وژل شویو کسانو څخه امنیتي ساتونکی و چې په مرکز کې یې کار کاوه. هغه زیاته کړه: "د دې اسلامي مرکز د موقعیت له امله، موږ دا پېښه د کرکې پر بنسټ جرم ګڼو تر هغه چې خلاف یې ثابت نه شي. موږ به له FBI سره نږدې کار وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د دې څېړنې لپاره ټولې اړینې سرچینې چمتو کوو."

د کالیفورنیا والي، ګیوین نیوزوم  ویلي چې دی له دې پېښې خبر دی او له امنیتي ادارو څخه تازه معلومات ترلاسه کوي.

"خورا بد حالت"
په کلیرمونټ  سیمه کې د سان ډیاګو اسلامي مرکز، د خپلې ویب پاڼې له مخې، په ټول سان ډیاګو کاونټي کې ترټولو لوی جومات دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه یو "خورا بد حالت" وباله. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دوی ماته په دې اړه معلومات راکوي... او دا یو خورا بد حالت دی. ماته ځینې لومړني راپورونه راکړل شوي، خو موږ به بېرته لاړ شو او دا موضوع به ډېره په جدیت سره وڅېړو."

په همدې حال کې، د سان ډیاګو د اسلامي مرکز مشر، طه حسنه خبریالانو ته وویل چې د عبادت ځای په نښه کول "خورا بوږنونکی" عمل دی. هغه وویل: "موږ مخکې هیڅکله داسې تراژیدي نه وه تجربه کړې."

په امریکا کې د امریکايي-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) دا برید وغانده. دغې شورا پر اېکس (X) پاڼه ولیکل: "الله دې هغه (وژل شویو) ته د فردوس جنت لوړ مقام ورکړي او هر څوک دې له زیان څخه وساتي. هیڅوک باید په جومات کې د لمانځه پر مهال یا په ښوونځي کې د زده کړې پر مهال د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن نه وي."

دا اسلامي مرکز له ۵۰۰۰ څخه ډېر غړي لري او په انګړ کې یې د "الرشید ښوونځی" هم موقعیت لري چې دیني او د ژبې زده کړې وړاندې کوي. دغه مرکز وايي چې د دوی ماموریت د ټولنې ملاتړ، د اړمنو خلکو مرسته، د تعلیم وده او د امریکا په پرمختګ کې ونډه اخیستل دی.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.