منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ د تل ابیب په یوه سیمه ییزه محکمه کې د فساد د تورونو په تړاو د ۸۴م ځل لپاره حاضر شو.
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو / Reuters

اسرائیلي رسنیو ویلي چې د چهارشنبې ورځې اورېدنه ښايي د ۴۰۰۰مې قضیې په اړه وروستۍ ناسته وي.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ د تل ابیب په یوه سیمه ییزه محکمه کې د فساد د تورونو په تړاو د ۸۴م ځل لپاره حاضر شو.

د اسرائیلي خبري ویبپاڼې 'والا' (Walla) په وینا، د چهارشنبې ورځې غونډه ښايي د ۴۰۰۰مې قضیې په اړه وروستۍ وي، مخکې له دې چې محکمه د ۲۰۰۰مې قضیې په څېړلو پیل وکړي.

نتنیاهو په وار وار هر ډول ناسم کار یا سرغړونه رد کړې او دا تورونه یې د سیاسي انګېزو زیږنده بللي دي.

دا قضیې چې په "۱۰۰۰"، "۲۰۰۰" او "۴۰۰۰" پېژندل کېږي، پر هغو تورونو تمرکز لري چې ګواکې نتنیاهو د امتیازاتو په بدل کې له بډایه سوداګرو څخه ګران بیه ډالۍ ترلاسه کړې، د یوې ورځپاڼې له خپروونکي څخه یې د خپل ځان په ګټه د خبرونو د خپرولو غوښتنه کړې، او د یوې خبري ویبپاڼې له لارې د مثبتو خبرونو په بدل کې یې د مخابراتو یوه مدیر ته قانوني اسانتیاوې برابرې کړې دي.

پر کورنۍ فساد سربېره، نتنیاهو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په غزه کې د جنګي جرمونو او د انسانیت ضد جرمونو په تور د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) لخوا هم تر څار لاندې (مطلوب) دی. په غزه کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې له ۷۲،۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۱۷۲،۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

 

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري