تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
امینه اردوغان: "صفر ضایعات" (Zero Waste) د اقلیمي اقداماتو یوه بنسټیزه ستنه ده
د تورکیې لومړۍ مېرمنې د "صفر ضایعاتو نړیوال فورم" کې د ۱۸۳ هېوادونو ګډونوالو ته وینا وکړه او د اقلیمي کړکېچ په هوارولو او تلپاتې پراختیا کې یې د دې حرکت پر رول ټینګار وکړ.
امینه اردوغان: "صفر ضایعات" (Zero Waste) د اقلیمي اقداماتو یوه بنسټیزه ستنه ده
امینه اردوغان: "صفر ضایعات" (Zero Waste) د اقلیمي اقداماتو یوه بنسټیزه ستنه ده


د تورکیې لومړۍ مېرمنې امینې اردوغان په استانبول کې د صفر ضایعاتو د نړیوال فورم د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې د "صفر ضایعاتو" حرکت باید د اقلیمي اقداماتو د یوې مرکزي ستنې په توګه وګڼل شي.

د جمعې په ورځ د دغه فورم په دویمه دوره کې د وینا پر مهال، مېرمن اردوغان وویل چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په دې لویه نړیواله چاپېریالي غونډه کې د ګډونوالو لیدل د خوښۍ ځای دی. دا فورم چې د جون له ۵مې تر ۷مې پورې دوام لري، د امینې اردوغان په مشرۍ جوړ شوی؛ نوموړې د صفر ضایعاتو په اړه د ملګرو ملتونو د لوړ پوړې مشورتي بورډ مشره او د "صفر ضایعاتو بنسټ" افتخاري مشره هم ده.

هغې زیاته کړه چې په استانبول کې دا غونډه د ۱۸۳ هېوادونو د استازو، له ۵۰۰ څخه د زیاتو ادارو او سازمانونو، او د ۵۰۰۰ څخه د زیاتو ګډونوالو کوربه توب کوي. د سږ کال د فورم شعار "انتالیا ته لاره: د اقلیمي اقدام په توګه صفر ضایعات" ټاکل شوی، چې دا د COP31 (د اقلیم بدلون کنفرانس) په لور د پروسې یوه برخه ده.

مېرمن اردوغان وویل چې اقلیمي کړکېچ یوه بې پولې ننګونه ده چې ګډو حل لارو ته اړتیا لري. هغې ټینګار وکړ چې د "صفر ضایعاتو" نوښت باید یوازې د کثافاتو د مدیریت په سترګه ونه کتل شي، بلکې دا د اقلیمي بدلون پر وړاندې یو اغېزمن اقدام دی. هغې هیله وښوده چې دا نوښت به د سرچینو له ساتنې نیولې تر تلپاتې پراختیا پورې په ټولو برخو کې مثبت بدلونونه راولي.

د COP31 په درشل کې په استانبول کې نړیوالې هڅې:
دا فورم د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو لکه UNEP او UN-Habitat په ملاتړ جوړ شوی دی. د دې غونډې موخه د COP31 سرمشریزې لپاره د نړیوال ملاتړ راجلبول دي، چې ټاکل شوې ترکیه به یې په راتلونکي نومبر میاشت کې په انتالیا کې کوربه توب وکړي.

په ګډونوالو کې دولتي وزیران، ښاروالان، د ملګرو ملتونو چارواکي، نادولتي موسسې ، د خصوصي سکټور استازي او اکاډمیک شخصیتونه شامل دي. په بحثونو کې پر دایروي اقتصاد ، د خوړو د ضایع کېدو مخنیوي، د میتان ګاز کمولو، دوامداره ښارونو او د کثافاتو د مدیریت په ټیکنالوژۍ کې پر نوښتونو خبرې کېږي.

دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې په نړۍ کې د کثافاتو کلنی تولید له ۲.۱ ملیارده ټنو څخه زیات شوی او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به دا کچه نږدې دوه برابره شي. د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې په نوښت، د مارچ ۳۰مه د "صفر ضایعاتو نړیواله ورځ" اعلان کړې وه.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه