کلتور
4 د لوستلو دقیقې
د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا نړیوال محصلینو ته د جایزو مراسم جوړ شول
د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا د پنځم  ځل لپاره جوړ شوي د نړیوال محصلینو جایزې په مراسمو کې، هغو محصلینو چې په بیلابیلو برخو کې یې په سیالۍ کې برخه اخیستې وه، جایزې وګټلې.
د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا نړیوال محصلینو ته د جایزو مراسم جوړ شول
ytb / TRT

د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا د پنځم  ځل لپاره د نړیوال محصلینو د جایزو مراسم ترسره شول

د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  لخوا د پنځم  ځل لپاره جوړ شوي د نړیوال محصلینو جایزې په مراسمو کې، هغو محصلینو چې په بیلابیلو برخو کې یې په سیالۍ کې برخه اخیستې وه، جایزې وګټلې.

پدې مراسمو کې د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  سرپرست عبدالهادي توروس، د بهرنیو ماموریتونو استازو، نړیوالو محصلینو او بلل شویو مېلمنو ګډون کړی و.

د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست  سرپرست عبدالهادي توروس د مراسمو په پرانیست وینا  کې، یادونه وکړه چې د تورکیې بورسونو پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست   ته سپارل شوی و او ویې ویل چې له هغې ورځې راهیسې دا د بورسونو پروګرام د سختو هڅو په پایله کې په یو منظم سیستم بدل شوی دی.

توروس وویل: "موږ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه، حتی له هغو هیوادونو څخه چې شاید موږ یې نومونه هم په سختۍ سره اخیستلی شو، محصلین ترکیې ته راوستلي دي. موږ هغوی د تورکیې په مهمو نړیوالو پوهنتونونو کې ځای پر ځای کړي دي. خو په دې هم بسنه نه ده شوې. موږ ویلي چې د دغو محصلینو د استوګنې ستونزه به هم حل کوو. موږ د خپل هیواد تورکي محصلینو ته په کوم کیفیت د استوګنې ځایونه ورکړي، په هماغه کیفیت مو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلو نړیوالو محصلینو ته هم د استوګنې سیستم برابر کړی دی." هغه د دې لیدلوري د اصلي څښتن، ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه وکړه.

توروس زیاته کړه چې د نړۍ له بیلابیلو جغرافیو څخه راغلو محصلینو په سټیج باندې په خپلو کړنو سره وښودله چې د بورسونو پروګرامونه خپلو موخو ته رسیدلي دي.

هغه په ډاګه کړه چې دوی کلتور، هنر او ادبیاتو ته اهمیت ورکوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موجود دردونه او غمونه یوې خواته پریږدي او د یوې داسې نړۍ بنسټ ږدي چې هرڅوک پکې خوشحاله وي. توروس زیاته کړه:

"ښه، د دې لپاره څه ته اړتیا ده؟ کلتور ته اړتیا ده، هنر ته اړتیا ده، ادبیاتو ته اړتیا ده. دردونه غلي دي. د دې دردونو او دې چوپتیا د له منځه وړلو لپاره، که هغوی پر موږ د نن ورځې په پرمختللې ټیکنالوژۍ بمونه وروي، موږ به د دې دردونو د ارامولو لپاره په ادبیاتو، هنر، کلتور او سپورت سره ځواب ووایو. ځکه چې زموږ تمدن یو جوړوونکی تمدن دی. زموږ تمدن یو رغونکی تمدن دی. زموږ تمدن هیڅکله ورانوونکی نه دی، زموږ تمدن هیڅکله وژونکی نه دی. زموږ تمدن ستاسو په څیر له نړیوالو محصلینو سره یو ځای د دې په لټه کې دی چې 'څنګه کولی شو نړۍ نوره عادلانه کړو'. زه واقعاً ویاړم چې موږ نړیوالو محصلینو ته دا ډول زمینه برابره کړې ده."

د جایزو په مراسمو کې، په ۵ اصلي کټګوریو او ۱۲ فرعي کټګوریو کې جایزې ورکړل شوې، چې په کې ادبیات، کلتور او هنر، رسنۍ او اړیکې، پروژه او د "موږ په ګډه بریالي شو د کیسې سیالي" شاملې وې.

په فرعي کټګوریو کې د شعر، کیسې، ابرو (اوبو رنګي)، خطاطۍ، تذهیب (زرکاري)، د موسیقۍ د الاتو غږول، مستند فلم، لنډ فلم، عکاسي، ټولنیز اغېز (رضاکاري)، د غوره تشبث نظریه او د "موږ په ګډه بریالي شو" د کیسې سیالۍ په برخو کې ټولټال ۸۸۳ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي وو.

د متخصصینو د ارزونې پروسې په پایله کې، د ۲۲ هیوادونو څخه ۳۶ غوښتنلیکونه د جایزې وړ وبلل شول.

د افغانستان، اذربایجان، بنګله دیش، اندونیزیا، فلسطین، مراکش، عراق، ایران، قزاقستان، قرغزستان، کویټ، مقدونیې، مالیزیا، مصر، مولداویا، ازبکستان، پاکستان، روسیې فدراسیون، سومالیا، سعودي عربستان، ترکمنستان او یمن څخه راغلو محصلینو د جایزو ګټلو حق ترلاسه کړ.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.